اقتصاد او سوداګريسیمه‌ییز

طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له ایران حق‌آبه نه ده ګرځولي بلکې وچکالي ده

د طالبانو حکومت د ایراني پلاوي له لوري د دهراود د هایدرولوجیکي وسایلو د لیدنې په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هر ممکنه خیر ته په وینا او عمل کې ژمن دي، په تېره د اوبو برخه کې چې یوه حیاتي ماده ده او د خپل هېواد او د ایران سیستان اوسېدونکو لپاره یې ورسوي.

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران یوه تخنیکي پلاوي د اسد میاشتې پر ۱۸مه د ابهاماتو لیرې کولو لپاره د دهراود هایډرولوجیکي سیستم کې د اوبو د جریان د کتنې زمینه برابره شوه.

خبرپاڼه وايي، ایراني پلاوي له کتنې او د اوبو له ندازه کولو وروسته روان کال د اقلیمي بدلون د نړیوالې پدیدې له امله د عادي اوبو له کال څخه ډېر کم وباله.‌

ایراني پلاوي د کتنې پایله

طالبان وايي، ایراني پلاوي د خپلې کتنې پایله کې ومونده چې د هلمند سیند لږ تر لږه د اوبو جریان لري او د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په شان مرستندویه سیندونه یې په بشپړه توګه وچ دي، چې په دې توګه د هلمند سیند اوبه د ډېلټیا سیمې ته رسېدل خورا ستونزمن دي.

د طالبانو د حکومت په خبره، د اوبو د جریان د احصایې د تحلیل پر بنسټ، دا په ښکاره جوتېږي چې ایران ته د اوبو حقابې د نه رسېدو برخه کې هېڅ ډول انساني کړنه او اراده نه ده شامله، خو مجبره حالت ددې کار لامل شوی دی.‌

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پای کې وايي، د باران په ورېدو او د مناسبو شرایطو په برابرېدو به د هلمند سیند لاندې سیمو کې د افغانستان په نیمروز ولایت او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیستان د اوسېدونکو حقابه تامین کړل شي.

ایراني پلاوي د هلمند او دهراود د اوبو سرچینې وکتلې

وړاندې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند (هیرمند) اوبو سرچینې کتلې دي.

ایراني رسنیو د ښاغلي کاظمي له خولې ویلي، چې “زموږ تخنیکي ډله دا مهال په کابل کې ده، لیدنه وشوه او راپور به یې ډېر ژر موږ ته ورسېږي”.

نور ولولئ: د فراه د بخش اباد بند د جوړېدو چارې پیل شوي

د ایران د ولسمشر ابراهیمي رئیسي ځانګړي استازي زیاته کړې ده چې دا لومړی ځل دی ایراني کارپوهان په دهراود سیمه کې د اوبو د اندازه کولو سرچینې ته ورغلي دي.

دوی د تېر جون په پای کې د دې لیدنې ژمنه کړې وه.

خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې د دهراود سټېشن او بندونو لیدلو ته د ایراني پلاوي د ورتګ احتمال رد کړی و او ویلي یې وو چې په تړون کې داسې څه نه شته.

هغه زیاته کړې وه “له ایراني چارواکو زموږ جدي تمه دا ده چې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره دوی خپلې هیلې عیارې کړي”.

د ایران استازي د طالبانو د هغې ادعا د ثبوت لپاره چې ګنې اوبه کمې شوې دي، د ایراني پلاوي د لیدنې په اړه وویل چې “د تړون له مخې موږ کولای شو د اوبو د کمښت په اړه د مقابل لوري ادعا تر پوښتنې لاندې راولو”.

د دهراود د اوبو د اندازه کولو سرچینه د کجکي بند په پاسنۍ برخه کې پرته ده چې د هلمند سیند ته د ننوتلو اوبو اندازه محاسبه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button