ځاییکورني خبرونه

طالبان: د ملګرو ملتونو بحثونه د ښځو تعلیم او کار په څېر په وړه مسئله راڅرخي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ښځو تعلیم او کار لویولو پر ځای باید افغانستان کې د بنسټیزو پرمختګونو په اړه باید بحثونه وشي

د طالبانو د ډلې مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.

ښاغلی مجاهد وایي:« په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.»

د افغانستان پر لاسته راوړنو بحثونه نه کېږي

‏هغه وایي:« په افغانستان کې له سرتاسرۍ سولې، عمومي عفوې، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په کورني عوایدو د کلنۍ بودجې تهیه کول دا هغه څه دي چې باید په دغې غونډه کې یاد شوي وای.»

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

د یوشمېر شنونکو انګېرنه بیا دا ده، چې ښایي ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته هم د خپلو فرمایشي غونډو، ناستو او ناسمو فتواو ګومان کړی وي، چې له مخې یې د افغانستان سم نیمایي وګړي له خپلو حقه حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس ښادمن وایي:« طالبان هر څه ته له خپلو چشمو یا عینکو ګوري، هغوی فکر کوي کومه تګلاره چې دوی غوره کړې ګواکې سمه ده؛ خو په دې نه دي خبر چې ان اسلامي هېوادونه هم ورسره د دغو تګلارو په مخالفت کې درېدلي دي.»

طالبان په تور لېست کې

ښاغلی مجاهد وایي،‏ لازمه خو دا وه چې د ملګرملتونو په سازمان کې د تور لېست په ختمېدو، د بندیزونو په لرې کېدو، د افغانستان د غصب شویو پيسو په ازادېدو او په ټوله کې د طالبانو د رژیم د افغانستان په رسمیت پېژندلو خبرې اترې شوې وای.

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله د استخباراتو له مسولینو سره ولیدل

خو بله غاړه د طالبانو مخالفین او مدني فعالان په دې هڅه کې دي، چې نړۍواله ټولنه پر دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې فشارونه زیات کړي او د افغانستان د خلکو په تېره بیا د مېرمنو او نجونو د حقه حقونو په ترلاسه کولو کې د دوی لاس نیوی وکړي.

‎دا رنګه هم په کور د ننه او هم بهر کې د بشري حقونو فعالان هیله لري، چې هېڅ یو هېواد دې دغه ‌‌‌‌‌‌ډله په رسمیت نه پېژني او پر دوی دې د سفرونو بندیزونه هم زیات شي.

د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله کېږي خو تر اوسه یې په نړیوال سیاست کې ځای نه دی پیدا کړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button