لوبېلوبې خبرونه

کرېکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ لوبه پیل شوي چې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی توپوهنه کوي

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې اوس د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده.

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ نننۍ لوبه د نړیوال جام سیالیو د لړۍ ۴۲مه لوبه ده.

افغانستان په دې سیالیو کې پاکستان، انګلنډ، شري لنکا او نېدرلنډ ته ماتې ورکړې وه او تېره سې شنبه له اسټرالیا سره په لوبه کې چې افغان لوبډلې د اسټرالیا اووه وېکټې ترلاسه کړې، داسې معلومېده چې نیمه پایلوبې ته د رسېدو په هکله د افغان لوبډلې ارمان پوره کېدونکی دی، خو د اسټرالیا ګلین ماکسویل په ټپي حالت کې دوې سلیزې بشپړې کړې او بریا یې له افغان لوبډلې وتروړله.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته

ښايي په احمداباد لوبغالي کې چې د نړۍ تر ټولو ستر کرېکټ لوبغالی بلل کېږي، نننۍ لوبه د افغان لوبډلې لپاره د نړیوال جام په سږنیو سیالیو کې وروستۍ سیالي وي.

په مخکنیو سیالیو کې د افغان لوبډلې لاسته راوړنې

افغان لوبډلې د نړیوال جام په پخوانیو سیالیو کې یوازې یوه بریا ترلاسه کړې وه، خو سږکال یې په نړیوال جام سیالیو کې څلور بریاوې درلودې، له پاکستان، انګلنډ او شري لنکا لوبډلو چې د نړیوال جام مخکیني اتلان دي، په زړه پورې انداز لوبې وګټلې چې د کرېکټ ماهرینو او مینه والو یې د سیالۍ ډېره ستاینه وکړه.

که یو لور افغانستان له نننۍ لوبې مخکې له خورا لوړ مورال سره لوبېدله، نو سویلي افریقا لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له مخکې خپل ځای خوندي کړی دی، نننۍ لوبه به په ډاډ سره کوي، خو له هند سره په تېره لوبه کې یې په خورا لوی توپیر ماتې خوړلې ده، چې د ۳۲۶ منډو هدف ترلاسه کولو لړ کې یې له ۲۷ اعشاریه یو اوورونو وروسته ایله ۸۳ منډې وکړې.

افغان لوبډله نیمه پایلوبې ته څه ډول رسېږي؟

د افغانستان لپاره به نیمه پایلوبو ته رسېدل یوازې په داسې صورت کې شوني وي، چې سویلي افریقا ته نه یوازې ماتې ورکړي، بلکې په خورا لوی توپیر سره باید لوبه ترې وګټي.

پرون د هند په بنګلورو کې نیوزیلنډ د ایله ۲۳ اعشاریه دوو اوورونو په لوبه کې د شري لنکا له لوري ورکړل شوی ۱۷۲ منډو هدف پوره کړ، لوبه یې په پنځو وېکټو وګټله او له دې سره د هند، سویلي افریقا او اسټرالیا تر څنګ په نیمه پایلوبه کې د ګډون لار نژدې پرانیستل شوه.

افغان لوبډله خپله تېره لوبه اسټرالیا ته وبایلله چې اکثره افغانان یې خفه کړي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button