اقتصاد او سوداګري

طالبان: پاکستان دې د افغان سوداګرو سوداګریزو کانټینرو ته اجازه ورکړي

طالبانو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان سوداګرو هغه کانټینرونو ته اجازه ورکړي چې کراچي بندر کې یې ایسار کړي

دا لومړی ځل نه دی چې اسلام اباد د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه په بندر کې ایساوري، بلکې له دې وړاندې هم بار، بار د افغان سوداګرو مالونه ایسار کړي چې ګڼ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د څه باندې درې زره کانټینرونو د درول کېدو وروسته طالبانو له پاکستانه وغوښتل، چې یاد کانټینرونه دې خوشې کړي.

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه توکي د ګمرکي معافیته په استفادې افغانستان ته ځي؛ خو بېرته په قاچاقي ډول پاکستان ته واردیږي.

پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی

سوداګر وايي، پاکستان له اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی او له همدې امله له دوی درانه مالیات غواړي او همدا لامل دی چې مالونو ته د لېږد اجازه نه ورکوي.

د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۲۳مه) راپور ورکړ، چې د طالب چارواکو په ځواب کې پاکستان ویلي، چې پاکستان له افغان سوداګرو ډېر مالیات او ګمرکي محصول غوښتی او د کانټینرونو په درولو یې دوی ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

نور ولولئ: تهران: طالبان سر له سبا له چابهار بندر کار اخیستلی شي

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «له څو میاشتو راهیسې په سلګونه کانټینرونه درول شوي دي؛ ځینې محمولې له یوه کال څخه ډېر وخت کیږي چې ولاړې دي».

په دې کې هغه توکي هم دي چې پر وخت تېرېږي

دغه طالب چارواکی وايي؛ په کانټینرونو کې دننه مالونه د خرابېدو په حال کې دي او سوداګرو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۲مه) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د مالونو د ټرانزیټي ستونزو په اړه خبرې وکړې؛ خو پاکستان تر اوسه دې غوښتنې ته په ښکاره ځواب نه دی ورکړی.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز د سې شنبې په ورځ له طالبانو او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ او نوي بازارونو ته د درې واړو هېوادونو د لاس رسي غوښتونکي شول.

د یادونې وړ ده چې لا هم پاکستان دغه کانټینرونو ته د انتقال اجازه نه ده ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button