نړیوال خبرونه

الجزایز ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند نوي طرحه وړاندې کړه

الجزایر په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند نوي طرحه وړاندې کړي ده

الجزایر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړې چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د فوري بشري اوربند غوښتنه په کې شوې ده.

دا هغه اقدام دی چې ښايي د امنیت شورا دایمي غړی د امریکا متحدو ایالتونه چې د ویټو حق لري، د هغه مخالفت وکړي.

واشنګټن وايي، دغه پرېکړه لیک به یوازې فلسطیني وسله‌والو ته ګټه ورسوي.

رویټرز اژانس دغه مسوده کتلې ده چې په کې د فلسطیني ملکیانو بې‌ځایه کېدل غندل شوي او یوار بیا په کې غوښتنه شوې چې ټول اړخونه نړیوال قانون ته درناوی وکړي.

464260 0
ملګري ملتونه

د بشري حقونو د خوندوي کولو اوربند

په پرېکړه لیک کې په ټوله غزې تړانګه کې د بشپړ، چټک، خوندي او له خنډ پرته بشري اوربند غوښتنه شوې ده.

ډیپلوماتانو ویلي، الجزایر دغه مسوده امنیت شورا ته چې ۱۵ غړي لري، تېره چهارشنبه وړاندې کړه، دغې شورا ته دا مسوده وروسته له هغې وړاندې شوه چې په شورا کې د عدالت نړیوالې محکمې پر وروستي حکم بحث وشو.

په هغه حکم کې تېره اوونۍ اسراییل ته امر شوی و، چې د نسلوژنې د اعمالو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره غوښتنه

د غزې په شمال ختیځ کې او د بیت حانون په شمال کې هغه سیمې چې یو وخت شنې کرنیزې ځمکې وې، اوس وچې او ویجاړې شوې دي.

دغه زراعتي ځمکې او باغونه په لومړي ځل د اکټوبر په وروستیو کې د اسراییل د ځمکني برید وروسته زیانمنې شوې وې.

نور ولولئ:  د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نور ولولئ:  اسراییلي پوځ په ټوله غزه کې د عملیاتو پلان لري

نور ولولئ: حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

په دغو سیمو کې بلډوزرونو نوې لارې جوړې کړې، چې د اسراییل پوځي موټر سیمې ته لاسرسی پېدا کړي.‌

خو د نومبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه ونیوله، د سپوږمکۍ د تصویرنو له مخې داسې ښکاري چې په سیمه کې شته کروندې او ګلخانې په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي او اوس هلته یوازې شګې او خاورې لیدل کیږي.‌

هغه فصلونه تباه شوي چې کلونه زخمت پرې ایستل شوی و

بزګرانو په دې سیمه کې د لیمو، کچالو، او یو شمېر نورو میوو په ګډون رنګارنګ فصلونه کرلي وو، چې د ځینو میوو ونو د ثمر ورکولو لپاره کلونه وخت نیولی و او د فلسطین د خلکو د خوړو توکو سرچینه وه. ځینې کروندې او باغونه په یوه ورځ کې ویجاړ کړل شوي دي.

له سپوږمکۍ په لوړ کیفیت اخیستل شوي انځورونه ښیې، چې د کروندو او باغونو د ویجاړولو لپاره بلدوزرونه کارول شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button