سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت ګډونوالو په چمن کې د پاسپورټ اداره تړلي ده

د چمن پرلت ګډون کوونکي وايي چې په چمن کې یې د پاسپورټ ادارې دروازه په کانټینرونو بنده کړي ده

د سوېلي پښتونخوا په چمن کې پرلتوالو تېره شپه ناوخته په چمن ښار کې د پاسپورټ ادارې مخې ته کانټینرونه کېښودل او د یادې ادارې دروازه یې وتړله، دوی وايي که مساپر په پاسپورټ تګ راتګ وکړي پاسپورټونه به یې ترې څيرې کړي.

د چمن پرلتوالو د یک شنبې په ماښام د (سلواغې ۲۹مه) ناوخته په چمن ښار کې د پاسپورټ ادارې دروازه د کانټینرونو په اېښودلو وتړله.

د پرلت له پرېکړو سرغړونه

دغه پرلتوال وايي، یو شمېر کسان د پرلت له پرېکړو څخه سرغړونه کوي او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ کوي چې دغه کار یې پرلتوالو ته د منلو وړ نه دی.

chaman
د چمن پرلت ګډونوال

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وايي: «موږ ریاست ته دا وایو چې د پاسپورټ پرېکړه دې بدله کړي. زموږ یو شمېر کسان په دې نه پوهیږي چې څه مو په خیر دي، موږ له طالبانو هم دا غوښتنه کوو چې پر پاسپورټ دې خلک دغه لوري ته نه راپریږدي. خو بیا هم که څوک پر پاسپورټ تګ راتګ کوي موږ خلک څارو او پاسپورټونه یې ورته سوځوو.»

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

نور ولولئ: د چمن پرلت تازه ګواښ؛ په بلوچستان کې کاربندیز کوو

پرلتوال وايي، له خپلو غوښتونو او مبارزې څخه په کلکه دفاع کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې په چمن کې پاکستانی پاسپورټ جوړ او یاهم په پاسپورټ تګ راتګ وکړي.

له خلکو سره پر کړو ژمنو درېدل

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی ولي محمد وايي: «موږ چې کومې ژمنې له خپلو خلکو سره کړې دي پر هغه کلک ولاړ یو او د پاکستان حکومت فشارونو ته هیڅ کله نه تسلیمیږو، موږ به تردې وروسته نور ورته عملونه هم تر سره کړو.»

د چمن پرلت له پیل څخه نږدې څلور نیمې میاشتې پوره کیږي خو تردې مهاله د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو پرېکړه نه ده بدله کړې.

د یادونې وړ ده چې اسلام اباد تر اوسه د پرلت کوونکو غوښتونکو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او پرلت هم د پاکستان پرضد خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button