افغانستان

په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتوالی

ډبیلو ایچ او خبر ورکړی چې په افغانستان کې د شري ناروغي پېښې زیاته شوې چې ۲۹ کسان یې مړه کړي دي

په افغانستان کې په داسې حال کې په خلکو کې د شري ناروغي خپرېږي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره خلک بې روګاره شوي او ګڼې کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شري پر ناروغۍ د اخته کسانو تخشیص شوی او ځینې شکمنې پېښې هم ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷۱۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له امله یې د ۲۹ تنو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

measles
په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتوالی

د شري ناروغي په کومو ولایتونو کې خپره ده؟

“ډبلیوایچ‌او” پرون خپل نوي راپور کې لیکلي، یوازې تېره اوونۍ د شري ۱۱۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوي او د دې ناروغۍ له امله ۵ تنه مړه شوي.

د دې راپور پر بنسټ، له دې ۵ تنو یې ۳ په هلمند، ۲ په کندهار او ۱ په سمنګان کې دى چې ۲ یې ښځې او پاتې ۳ یې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

نور ولولئ: افغانستان کې د رواني ناروغانو د ډېرېدو په اړه اندېښنې

نور ولولئ: افغانستان کې د نس ناستی ناروغي په ډېرېدو ده.

نور ولولئ: په افغانستان کې د ماشومانو شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو ده

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښيي چې د فبروري میاشتې په درېیمه اوونۍ کې بیا د شري ناروغۍ ۱۱۱۸ شکمنې پېښې ثبت وې او د دې ناروغۍ له امله د ۶ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی و، داسې مهال چې تېر کال تر همدې نېټې دا پېښې یوازې ۱۵۷۴ ښودل شوې وې.

دا هم ولولئ:  طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

پر دې ناروغي ښځې او کم عمره ماشومان اخته دي

“ډبلیوایچ‌او” زیاتوي، د روان میلادي په لومړیو دوو میاشتو د شري شکمنو پېښو کې ۸۰،۵ سلنه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او پاتې یې ښځې دي.

لومړني روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د بشري حقونو څار سازمان په یوه راپور کې وویل، د افغانستان روغتیايي سکتور سره د بهرنیو مرستو کمېدو او په نجونو او ښځو د طالبانو جدي محدودیتونو، د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.

هاخوا بیا د طالبانو روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې یې روغتیايي خدمتونه ګړندي کړي او پر معیاري کېدو یې هم کار روان دی.

بلخوا راپورونه وايي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې روغتیايي سکتور له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي. په دغه راپورونو کې راځي چې زیات شمېر روغتونونه د ښځینه ډاکټرانو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button