افغانستان

طالبانو د دوو امریکايانو بندي کول تائید کړي دي

طالبان وايي، له دوی سره دوه امریکايي وګړي بندیان دي

طالبانو له هغه وروسته د دوو امریکایانو بندي کول ومنل چې په اړه یې این بي سي رسني راپور خپور کړ.

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو ان‌بي‌سي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د طالبانو د رژیم په بند کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تاییدوي چې د دوو امریکایي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي ددوی له حکومت سره بندیان دي.

د طالبانو د قوانینو په نظر کې نیول

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دغه کسان د هېواد له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي او ټينګار کوي، هر بهرنی وګړی چې غواړي افغانستان ته سفر کړي، باید د طالبانو قوانین په پام کې ونیسي.

امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

د طالبانو ویاند وايي:«په ګومان مې چې د امریکایانو شمېر دوه تنه دی او دا چې د څه لپاره راغلي وو تر اوسه دقیق معلوم نه دی؛ خو په هره توګه چې راشي، په افغانستان کې مکلف دي چې د افغانستان قوانین رعایت کړي. هر څوک چې د افغانستان ویزه اخلي په دې معنا ده چې هغه ځان د قانون تابع ګڼي.»

نور ولولئ: اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي

نور ولولئ: غني: د دوحې تړون یو ناورین و

نور لوولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو ان‌بي‌سي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د سرپرست حکومت په بند کې دي. د دغو چارواکو په وینا، رایان کوربېټ او یو تن چې تر اوسه یې مشخصات څرګند شوي نه‌دي، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او بندیان دي.

ددغه امریکایانو تبادله کول

د نړۍوالو چارو شنونکی رشید قطب ‌زاده وايي:«نیول شوي کسان په کومو تورونو نیول شوي؟ که‌چېرې تورونه ډېر جدي وي د بېلګې په توګه د دې اړتیا لیدل کېږي چې په افغانستان کې محاکمه شي چې د دې موضوع‌احتمال ډېر کم دی. بل احتمال دا دی چې ښايي دغه کسان له هغو کسانو سره چې طالبان یې وغواړي تبادله کړي.»

د نظامي چارو شنونکی هادي قریشي هم څرګندوي:«هغه امریکايي وګړي چې په افغانستان کې بندیان دي، هغوی دې همدلته د خپل جرم په مطابق تر څېړنې لاندې ونیول شي بیا وروسته کار  دولت له دولت سره دی.»

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو  چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې ویلي و چې، په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول کېدل له طالبانو سره د دغه هېواد د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button