ټکنالوجي

طالبان مخابراتي شبکو ته؛ د انټرنیټ کیفیت باید ښه او خلکو ته یې ارزانه وړاندې کړئ

د طالبانو تر کنټرول لاندې مخابراتو وزارت له مخابراتي شرکتونو غوښتي چې په خپلو خدماتو کې ښه‌والی راولي

هاخوا مخابراتي شرکتونه وايي، پر دوی د طالبانو مالیه لوړه او د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مخابراتو وزارت ټولو شرکتونو ته ویلي چې په خپلو انټرنیټي بیو کې کمښت راولي او خلکو ته یې په ښه کیفیت او چټک سرعت سره وړاندې کړي.

د یاد وزارت له لوري مخابراتي شرکتونو ته د ضرب الاجل په اړه څه نه دي ویل شوي.

په کابل کې له سایټونو د مخابراتو وزارت څارنه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د بندو شویو سایټونو څخه د ډاډ ترلاسي لپاره یې په کابل کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څارنه کړې ده.

16972415 584
مخابراتي سایټ

د نوموړي وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي چهارشنبه د وري پر ۲۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په کابل کې یې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه د «بندو شویو غېراخلاقي انټرنټي سایټونو او ناقانونه اپلیکیشنونو» په موخه څار کړی دی.

نور ولولئ: په افغانستان کې تر ټولو غوره موبایل شبکه

نور ولولئ: د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي: مخابراتي خدمتونو ته سم لاسرسي نه لرو

نوموړي ویلي چې د ارزونې په پاېله کې ډاډ ترلاسه شوی چې د مخابراتي شرکتونو ټول غیراخلاقي سایټونه، پابجي او ټيک‌ټاک اپلیکیشنونه فلټر او بند دي.

mokhbarat
د افغانستان د مخابراتو وزارت

په افغانستان کې د مخابراتو لوړې بیې او ټیټ کیفیت

په افغانستان کې اکثره مخابراتي شبکې خلکو ته د غږیزو اړیکو او انټرنیټي خدمتونو په برخه کې ناسم او بې کیفیته خدمات وړاندې کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله څو برابره لوړې دي چې خلک ترې شکایت کوي. خو له دې سره، سره بیا هم د طالبانو تر واک لاندې مخابراتو وزارت نه دی توانېدلی چې دغه بیې راکنټرول کړي.

خو طالبان وايي، دا ځل به په افغانستان کې د انټرنېټ بیې راټیټېږي او کیفیت به یې هم د ګاونډیو هېوادونو د انټرنیټ په څېر چټک وي.

خو هاخوا بیا د مخابراتي شرکتونو مسئولان وايي، طالبان ورڅخه له اندازې زیاته مالیه اخلي او بل د سایټونو د فعالونو لپاره کافي برښنا نه لري.

دوی زیاتوي، په اکثره ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د جنراټورونو په واسطه سایټونه فعال ساتي چې مصارف ورباندې ډېر راځي.

مخابراتي شرکتونه له طالبانو غواړي چې مالیې راکمې او د برښنا خدمات ورته ورسوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button