نړیوال خبرونه

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

د اسرائیلو لومړی وزیر وايي، که امریکا وسلې ورنه کړو، هم جګړې ته دوام ورکوي

د اسرائیلو لومړی وزیر وايي چې د واشنګټن د وسلو نه ورکړه یې په دریځ کې کوم بدلون نه راولي او جګړې ته به لا زور ورکړي.

د هغه دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې راځي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې امریکا اسرائیل ته هغه بمونه نه ورکوي چې په رفح کې يې په عملیاتو کې وکاروي.

د امریکا له لوري د وسلو ځنډېدل

اسرائیلو ته د امریکا د پوځي مهماتو د یوې جوپې له ځنډېدو او د امریکا د ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته چې ګنې اسرائیلو ته په رفح کې د کارېدو لپاره بمونه نه ورکوي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د پوځي عملیاتو د دوام هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې چمتو دی د اړتیا پر مهال یوازې او حتی په تش لاس پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

نتانیاهو دا څرګندونې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي ویډیويي بیان کې کړې دی وايي:

“موږ د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې یو، ۷۶ کاله وړاندې د خپلواکۍ په جګړه کې موږ د ډېرو په مقابل کې لږ وو. وسلې مو نه درلودې. پر اسراییلو د وسلو مشروط بندیز و، خو په ډېر قوت او زړورتیا موږ بریالي وو. موږ نن ډیر پیاوړي یو او د خپلو دښمنانو او هغوی په مقابل کې چې غواړي موږ له منځه یوسي دفاع ته متحد یو. که اړتیا شي چې یوازې پاتې شو، نو یوازې به ودرېږو. ما ویلي چې که اړتیا شي نو په تش لاس به وجنګېږو”.

afghan (8)
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو

پر رفح ښار د اسرائیلو برید

د هغه دا څرګندونې د ولسمشر بایډن له هغه تایید یوه ورځ وروسته راځي چې ویلي یې وو امریکا اسرائیل ته د هغو وسلو د لېږد مخه نیولې چې کېدی شي په رفح ښار کې په لوی برید کې وکارېږي. ولسمشر بایډن ویلي وو چې که اسرائیل رفح لاندې کړي د نورو مهماتو او وسلو ورکړه به هم ودروي.

اسراییل وايي رفح ښار د حماس وروستی لوی مرکز دی او ادعا کوي چې د ځمکې لاندې تونلونه په کې دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د رفح په سیمه کې یرغل به اسراییلو ته نور زیان ورسوي:

“په رفح کې لوی پوځي عملیات به په نړۍ کې د اسراییل موقف نور هم کمزوری کړي، په سیمه کې به يې له خپلو هغو ملګرو سره واټن ډېر کړي، چې هغوی هم د حماس د ماتې لیدل غواړي او تمه يې ده چې د حماس ځای په غزه کې یو بل حکومت جوړښت ونیسي”.

د یادونې وړ ده چې پر غزه د اسرائیلو برید کې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button