افغانستان

د افغانستان ښکلي سیمې

افغانستان هغه هېواد دی چې په طبیعي ځنګلونو او د غرونو په لړۍ ښایسته شوی دی

د افغانستان د کونړ، نورستان، پکتیا، خوست، پنجشیر، کندز دشت ابدان او نورې سیمې په دې ارزي چې سړی یې ننداره وکړي او سیل ته یې ورشي، خو دلته په لومړی کابل معرفي کړو.

د افغانستان د پلازمېنې ښایست

کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټول ستر ښار دی، چې د هېواد په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کابل ښار یوه ښاروالي هم لري او دا ولایت په ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی دی. د ۲۰۲۱ ز د اټکلونو له مخې، د کابل نفوس ۴,۶ میلونه دی. کابل همدا ډول د افغانستان سیاسی، کلتوري او اقتصادي مرکز دی. د چټک ښاري کېدو له امله، کابل د نړۍ ۷۵یم ستر ښار دی.

afghan (20)
د افغانستان پلازمېنه کابل

کابل د هندوکش غرونو تر منځ د نرۍ درې په لوړو کې موقعیت لري او کابل سیند پکې بهېږي. کابل د سمندر له کچې ۱۷۹۰ متره (۵۸۷۳ فوټه) پورته دی، نو ځکه د نړۍ یو تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه بلل کېږي. ویل کېږي: کابل ښار ۳۵۰۰ کاله لرغونوالی لري، چې د هخامنشیانو په دوره کې يې یادونه شوې ده. کابل د آسیا په څلورلاری کې موقعیت لري، چې نیمايي لاره یې لویدیځ کې استانبول او نیمايي نوره يې ختیځ هانوی ته رسېږي.

afghan (19)
ښایسته ننګرهار

نور ولولئ: ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

نور ولولئ: د آلمان ۷ ښکلي زاړه ښارونه

د منځنۍ اسیا سوداګریزه لار په ستراتیژیک ډول موقعیت لري

نو ځکه د جنوبي او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ مسیر اوږدو په سټراټيژیک موقعیت کې پروت دی. کابل د لرغونې ورېښمنو لارې کیلي ده. دا ښار د هخامنشي سترواکۍ برخه وه، بیا وروسته ورپسې سلوکیان راغلل، بیا مائوریا، کوشانیان، ساسانیان (کوشانو-ساسانیان)، هندو شاهي او ترک شاهي ګان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان، قرلقیان، خلجیان، تیموریان، مغولیان او هوتکیان او ورپسې په ۱۷۴۷ ز کې د افغانستان دراني سترواکي. کابل په ۱۷۷۶ز کال کې د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه دراني پر مهال، د افغانستان پلازمېنه شوه. د ۱۹مې پېړي په لومړیو کې، بریتانویانو دا ښار اشغال کړل، خو د بهرنیو اړیکو له رامنځته کولو وروسته، دوی بیا اړ شول، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

کابل د خپلو تاریخي بڼوڼو، بازارونو او ماڼیو له امله پېژندل کېږي. ښې بېلګې یې د بابربڼ او دارالامان ماڼۍ دي. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، کابل د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ښار و او د منځنۍ آسیا پاریس یې باله. د ارامۍ دغه موده په ۱۹۷۹ز کال کې د شورویانو په یرغل سره پای ته ورسېده او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله، د کابل ډېرۍ سیمې ړنګې شوې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button