ځایی

طالبانو په بامیانو کې درې کسان په عام محضر کې په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلې، بامیانو ولایت کې یې درې کسان په دورو وهلي دي

دغه کسان د نامشروع اړیکو په جرم طالبانو نیولي وو او نن یې د خلکو پر وړاندې پر دورو ووهل.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په بامیانو کې یې د یوې ښځې په ګډون پر درې تنو تورنو کسانو د «نامشروع اړیکو، غلا او زنا» له امله تعزیري سزا پلې کړه.

د طالبانو داسې کړنې په نړېواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی د «اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

ښاري لومړۍ محکمه

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (زمري څلورمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د بامیانو ولایت د ښاري لومړۍ محکمې له‌خوا یو تن ته د نامشروع اړیکو، یو تن ته د غلا او درېیم هغه ته یې د زنا په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د یادې ښاري لومړنۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر تورنو کسانو عملي شوه.

نور ولولئ: طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

نور ولولئ: د بامیانو والي: بند امیر کې د ښځو لپاره پارک جوړوو

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې یوه تن ته ۳۵ دورې او څلور کاله تنفیذي بند سزا، بل کس ته پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۵ دورې او درېیم کس ته ۳۰ دورې او شپږ میاشتې د تنفیذي بند سزا ورکړل شوه.

په افغانستان کې بشري وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابېدو بللی او د بښنې نړېوال سازمان بیا وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جرمونو د محاکمي لپاره هیڅ تګلاره نه شته.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړېواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

پر طالبانو دا نیوکې هم کېږي چې په جرمي تحقیقاتو کې له پخواني روشونو کار اخلي او پیچلي جرمي دوسیې دقیقې نه شي څېړلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button