نړیوال خبرونه

مک‌کال: له طالبانو سره د امریکا تړون د خلیلزاد تېروتنه وه

مک‌کال ویلي، په دوحه کې له طالبانو سره د خلیلزاد تړون د افغان حکومت پر مخ درنه څپېړه وه

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه.

مایکل مک‌کال دغه هوکړه د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله، چې د تېر افغان حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ.

هغه وویل، خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې پرېښود.»

د امریکا او طالبانو تړون او پر افغان حکومت یې اغېزې

مک‌کال سي بي ایس نیوز ته وویل: «دا د دوی پر مخ یوه څپېړه وه او د دوی په مورال یې منفي اغېز وکړ.»

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د امریکا لپاره منفي او نړۍوالې پایلې لرلې.

هغه وویل: «د افغانستان له سقوط دوه میاشتې وروسته پوتین پر اوکراین یرغل وکړ، شي او پوتین په بیجینګ کې یو ناوړه اتحاد جوړ کړی چې اوس هم ارام سمندر ته ګواښ دی.»

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

نور ولولئ: مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

مک‌کال په هغه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې طالبانو د بګرام له زندانه د داعش خراسان زرګونه غړي خوشې کړي دي.

مک‌کال دا خبره رد کړه چې ګواکې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ده څېړنې سیاسي دي او ویې ویل چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به دغه موضوع وڅاري.

د افغانستان په اړه د ټرمپ او بایډن یوه پالیسي

مک‌کال وویل، بایډن او ټرمپ دواړو له افغانستانه د وتلو پلان درلود، خو د ټرمپ وتل مشروط وو، او بایډن پرته له دې چې د افغانستان وضعیت و ارزوي، امریکايي ځواکونه و ایستل.

ټاکل شوې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې هغه ادعاوې رد کړې چې له افغانستانه د وتلو په اړه یې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا پوځ په ښکاره له طالبانو سره په وتلو او د سولې په خبرو اترو کې ونډه نه لرله.

د یادونې ده چې د افغانستان پرځېدلي جمهوریت سقوط له طالبانو سره د امریکا یو معامله بلل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button