نړیوال خبرونه

شنبه‌های ارغواني غورځنګ: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو مالي فشارونه زیات کړي

دغه غورځنګ پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د مالي او ډیپلوماټیکو فشارونو زیاتېدل وغوښتل

سره له دې چې د طالبانو رژیم د نړیوالو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو مالي مرستې ورسره کوي او هره اوونۍ ورته ډالري کڅوړې لېږي.

تازه د شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، پر طالبانو د فشارونو راوستلو لپاره نړۍواله ټولنه باید یوه ثابته او معقوله تګلاره غوره کړي.

له طالبانو سره د نړیوالو تعامل

دغه غورځنګ په اېکس پاڼه په یوه خپور شوي بیان کې ویلي، له طالبانو سره تعامل نه یوازې دې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې زور زیاتی زیات کړي؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم بنسټیزې ازادۍ او د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

نور ولولئ: شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي

نور ولولئ:  توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د دغه غورځنګ دویمه غوښتنه دا ده، چې پر طالبانو ټولې مالي سرچینې او بهرنی ملاتړ په بشپړ او هر اړخیز ډول بند شي.

دغه راز شنبه‌های ارغواني غورځنګ په خپلې درېیمې غوښتنه کې ویلي، چې پر طالبانو دې ډیپلوماټیک او د سفر بندیزونه ولګول شي؛ چې دغه ډله په نړۍواله کچه منزوي کړي او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شي.

د مقاومتي ډلو د ملاتړ غوښتنه

د دغه غورځنګ څلورمه غوښتنه دا ده، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې یو خپلواک او بې پرې کمېسیون جوړ کړي.

په شپږمه غوښتنه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید په ښکاره او فعاله توګه په افغانستان کې د دیموکراتیک اپوزیسیون او مقاومت ډلو ملاتړ وکړي، دوی ته د اړتیا وړ سرچینې او ملاتړ چمتو کړي؛ چې د افغانانو غږ اوچت کړي.

دغه غورځنګ په خپلې وروستۍ غوښتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د خلکو د پام اړولو لپاره پراخ کمپاین ته اړتیا ده. دا وړ کمپاینونه باید د نړۍوالو او خواله رسنیو له لارې خپاره شي؛ چې په دې توګه په نړۍوالو فورمونو کې پر طالبانو فشارونه زیات شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو پای ته رسول، اوس تر بل هر وخت ډېر اړین دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button