سیمه ییز خبرونه

د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې برید کې دوه چینیان وژل شوي دي

رسنۍ وايي، د پاکستان په کراچۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه په برید کې دوه چینايان وژل شوي او یو ټپي دی

په پاکستان کې ناامني خپل وروستي حد ته رسېدلي ده. اوس دغه ناامنۍ د پاکستان زړه پنجاب، اسلام اباد او کراچۍ ښارونو ته هم غځېدلي ده.

په اسلام اباد کې د چین سفارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی. دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

په پاکستان کې د چین سفارت

د چین دولتي رسینو نن دوشنبه په اسلام اباد کې د چین سفارت له قوله ویلي، چې تېره شپه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې په کراچۍ کې د جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه د چین (پورټ قاسم الیکتریک پاور کمپنۍ) پر انجینرانو برید شوی چې دوه چينايي وګړي په وژل شوي او یو ټپي دی.

د چین سفارت د برید د ډول په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې برید دومره زورور و چې تر لرې سیمو پورې یې غږ رسیدلی دی.

نور ولولئ:  پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

د کراچۍ پولیس وايي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان کسان څوک دي.

چینايي رسنۍ په اسلام اباد کې د چین سفارت په حواله لیکلي چې په برید کې یو شمېر پاکستاني وکړي وژل شوي او ټپیان دي، خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر سره شوی برید ځانمرګی و

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې ګڼ شمېر هغه چينايي انجنیران او د هغوی ساتوونکي پاکستانیان وژلي دي چې د کراچۍ له هوايي راوتلي او پر لاره روان وو.

afghan 2024 10 07t135307.542

کراچۍ کې پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په شپه له یوې لویې چاودنې وروسته اور لګېدلی او نږدې ۱۵ موټر په کې سوځیدلي دي.

اسلام اباد کې د چین سفارت د دغه برید غندنه کړې او ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارې دې د دغه برید څېړنې وکړي او ښکیلو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.

دغه سفارت ټینګار کړی پاکسات دې د چینایي وګړو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره عملي او اغیزمن ګامونه واخلي.

د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د نهو چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button