نړۍ خبرونه

نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، د ټاکلو موخو تر لاسه کولو پورې به جګړې ته دوام ورکړي

د اسرائیلو لومړی وزیر بنيامين نتنياهو وايي هېواد به یې تر هغه جګړې ته دوام ورکړي تر څو ټاکل شوې موخې تر لاسه شي.

پر اسرائیلو د اکتوبر د اوومې له برید د یو کال تېرېدو په مناسبت لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې چې له وړاندې ثبت شوی و، وويل چې په تېر یوه کال اسرائیل په یوه برخلیک ټاکونکې جګړه کې ښکېل شوي. خو نوموړي ټينګار وکړ چې دې جګړې ته به د ټاکل شويو موخو تر لاسه کولو پورې دوام ورکړي.

د اسرائیلو د جګړې اهداف

ښاغلي نتنیاهو د جګړې ټاکل شوي هدفونه، “د حماس له منځه وړل، د ټولو یرغمل شویو کسانو بېرته راستنول که ژوندي وي او که مړه. دا یوه سپیڅلې دنده ده او تر بشپړولو به یې دوام ورکړو. راتلونکې کې له غزې اسرائیلو ته د هر ډول ګواښ له منځه وړل او په سوېل او شمال کې خپلو مېنو ته د ټولو بې ځایه شویو کورنیو راستنول.” ياد کړل.

نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: له حزب الله سره په جګړه کې مو اته سرتېري وژل شوي

نور ولولئ: د نتنیاهو ګواښ؛ «پوځ خامخا پر رفح برید کوي»

د اسرائیلو د لومړي وزیر له دې څرګندونو سره هم مهال د حماس ویاند ابوعبیده هم یو ویډیويي پيغام خپور کړی. دا په تېرو شاوخوا دريو میاشتو کې د هغه لومړنی ویډیويي پيغام دی چې خپروي یې.

ابوعبیده ویلي اسرائیل له زور پرته په بل څه نه پوهېږي او د بېلابېلو ډلو وسله وال د غزې په لوېشت لوېشت خاوره د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کوي.

د یرغمل شوو اسرائیلیانو د وژل کېدو احتمال

د یرغمل شويو کسانو په اړه نوموړي ویلي دا شونې وه چې یو کال وړاندې ټول یرغمل شوي کسان اسرائیلو ته ستانه شوي وای خو د ده په ټکو دا د لومړي وزیر لپاره لومړیتوب نه وو او نه ده په خپله ګټه بلله.

د حماس ویاند وویل که اسرائیل جګړې ته دوام ورکړي نو شونې ده چې پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان هم ووژل شي. حماس غواړي یرغمل شوي کسان د اسرائیلو له زندانونو د زرګونو فلسطینیانو د ازادولو په بدل کې خوشی کړي.

ابوعبیده پر اسرائیلو د ایران د راکټي برید او د فلسطینیانو په ملاتړ په عراق، یمن او لبنان کې د ایران پلوو ډلو د بریدونو ستاینه کړې ده.

اسرائیلو یوازې جګړه په غزه کې راټوله نه کړای شوه، بلکې لبنان، سوریې او عراق ته هم ددوی پر ضد ډلو پسې ورغلل او بریدونه یې ورباندې وکړل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button