لوبې خبرونه

د لوبلړۍ پایلوبه کې ایرلېنډ د ۶۹ منډو په توپير سوېلي افریقا ماته کړه

ایرلېنډ د لوبلړۍ په پایلوبه کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه او دغه ماته د ۶۹ منډو په توپیر وه

د آیرلینډ کپتان پال سټرلینګ د ۸۸ منډو په جوړولو سره خپله لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې په وروستي لوبه کې په ابو ظهبي کې د ۶۹ منډو په توپیر بریا ته ورسوله. د ۲۸۵ منډو هدف په تعقیب کې، سویلي افریقا ۱۲۶/۶ ته راولوېدله، یوازې جېسن سمېت د ۹۱ منډو په جوړولو سره یې په لوبه کې فعاله وساتله.

د ایرلېنډ کرېکت ملي لوبډلې د یو ورځینۍ سیالیو لوبلړۍ په ورستۍ لوبه کې خپل ‏سیال سوېلي افریقا ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بری یې ترلاسه کړ.‏

لومړۍ د توپوهنې پرېکړه چا کړې وه؟

دا لوبه دوشنبه د اکټوبر پر ۷مه، شپه‌مهال په شیخ زاید نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه چې ټاس ایرلېنډۍ لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په توپوهنه کې د یادې لوبډلې لپاره پول سټرایلېنګ ۸۸، هري ټېکټور ۶۰، انډي ‏بېلبرېن ۴۵ او کورتېس ۳۴ منډې وکړې او افریقایۍ لوبډلې ته یې ۲۸۵ منډې ‏هدف وټاکه.‏

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

په توپ‌اچونه کې د ایرلېنډ په ګټه ګراهام او کرېک یانګ درې-درې مارک اډیر ‏دوه، فیون هنډ او میتیو هومفرېس یوه-ییوه وېکټه واخیسته.‏

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې سوېلي افریقا د جېسون سمېټ ۹۱، کایل ورین ‏۳۸، انډیل ۲۳ او ټرېستان ۲۰ منډو پر مټ یوازې ۲۱۵ مڼډې جوړې کړې او د ‏لوبې په ۴۶.۱ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.‏

چا ډېرې ویکټې تر لاسه کړې؟

د توپ‌اچونې پر مهال د نوموړې لوبډلې په ګټه لیزاد ویلیامس څلور، اوتنيل او ‏انډيل دوه-دوه وېکټې ترلاسه کړې.‏

ورته مهال، د ایرلېنډ سټارلېنګ د ښې ځلېدنې له کبله د لوبې او د سوېلي افریقا ‏ویلیامس د لوبلړۍ غوره لوبغاړي ونومول شول او جایزې یې ترلاسه کړې.‏

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې هم سوېلي افریقا ته په او ډي ای سیالیو کې ماته ورکړه او دغه سیریز یې د سوت افریقا له غښتلي لوبډلې په خپل نوم کړ.

په هغه وخت کې نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړل چې افغان لوبډله اوس یوه عادي لوبډله نه بلکې یوه غښتلي لوبډله ده چې د نړۍ د هرې قوي لوبډلې د راپرځولو توان لري.

د یادونې ده چې د لوبلړۍ اتلولي سوېلي افریقا وګټله او «دوه پر یو» یې ‏ایرلېنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.‏

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button