ستاسې اند او نظر

د پښتنو قامي عدالت جرګه: په ۲ میاشتو باید د پښتون له خاورې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې ووځي

د پښتنو قامي عدالت جرګې له پاکستاني پوځ او وسله والو ډلو غوښتي چې د پښتنو له علاقې په دوو میاشتو کې ووځي

شنونکي وايي، د لرو پښتنو دغه تاریخي جرګه به وکړای شي، چې په دغه خاوره کې د هغو نیابتي ډلو د فعالیت مخه ونیسي چې له ۴۵ کلونو راهیسې یې دلته د پښتنو سیمه ناامنه کړې وه او د افغانستان د حکومتونو پر وړاندې یې وسله وال فعالیت کاوه.

د پښتنو د قومي عدالت لویې جرګې په داسي حال کې چې د ټولې کوزې پښتونخوا ولسي استازو، د ګوندونو مشرانو او غړیو، د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر او ګورنر هم حاضر وو، پرېکړه وکړه چې پوځ او استخبارات به له خیبرپښتونخوا څخه په دوو میاشتو کې دننه په کامل ډول وځي، هر ګوند او ولسوالي به درې – درې زره ځواکونه برابروي او که پوځ له پښتونخوا ونه وت، په ګډه به یې د ایستلو هڅه کوي.

پاکستانیو ځواکونو ته ګواښ

منظور پښتین د جرګې په پای کې وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم په خیبر کې د درې ورځنۍ جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی

مخکې تر دې چې د جرګې پرېکړه لیک ولوستل شي، منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، : «که د عاصم منیر په لاس کې اټوم بم وي او زمونږ وجود پرې ټوټې ټوټې هم کړي مونږ ورته نه ټېټېږو.» منظور پښتین وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر که زر ځلې هم یو ځای شي بیا هم د غلامۍ خبرې کوي.

د پښتنو په سیمو کې منابع

د جرګې له پرېکړه لیک سره سم، یوه کمېټه به ګومارل کېږي او په ټوله پښتونخوا کې به طبیعي سرچینې (قدرتي وسایل) معلوموي، په کومو سیمو کې چې ګاز تولید کېږي، امتیاز یې د هغې سیمې حق کېږي. همداراز برېښنا پښتونخوا تولیدوي او اول حق به د دې صوبې د خلکو حق وي او بیه به یې خورا ټیټه ټاکل کېږي.

د جرګې د پریکړه لیک له مخې، پر ډیورنډ کرښه به د دواړو خواوو ولسونه له پاسپورټ او ویزې پرته د پخوا په څېر تګ او راتګ کوي.

د پښتنو په سیمه کې که ددې خاورې مالکیت پیدا شي، نو دغه خاوره به له هغه وخت وروسته د افغانستان خلاف ونه کارېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button