سیمه ییز خبرونه

منظور پښتین خلکو ته؛ راووځئ او د جرګې پرېکړې عملي کړئ

منظور پښتین له خلکو غوښتي چې د جرګې د پرېکړې د عملي کولو لپاره راووځي

نوموړي له خلکو غوښتي چې په راتلونکو غونډو کې هم پراخ ګډون وکړي او نړۍ ته خپل ورسره قوت په ډاګه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په يو پیغام کې له ولسونو غوښتي، چې په خيبر کې د پښتنو د جوړې شوې قومي جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره راتلونکې یکشنبه را ووځي. نوموړي ويلي: «په راتلونکو غونډو کې د پراخ ګډون کولو له کبله به نړۍ ته وښيو، چې په سيمه کې امن غواړو.»

د راتلونکې غونډې په اړه د فیصلې غوښتنه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپلې فېسبوک ټولنيزۍ پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه په ۳۰ دقیقې پيغام کې د پښتنو په بېلابيلو سيمو کې له مشرانو غوښتي، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د غونډو د ځای او وخت معلولو لپاره ژر فيصله وکړي.

پښتن وایي، چې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره یې دا لومړۍ قدم دی او په خپله سیمه کې د امن پيغام به دنیا ته رسوي.

نور ولولئ: منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نوموړي له ټولو ولسونو غوښتي، چې د راتلونکې یکشنبې د ورځې د غونډو لپاره په خپلو سيمو، ښوونځيو، جوماتونو او ټولنيزو رسنيو کې پيغامونه نشر او خلکو ته د ګډون بلنې ورکړي.

د نوموړي په خبره، چې د قومي جرګې د پرېکړو د عملي کولو دغه غونډې به په یوه وخت په بېلابېلو سيمو کې تر سره شي.

هغه زياتوي: « خلک وايي جرګې کيږي نتيجې نه راځي، نتیجې هغه مهال ورکول کيږی، چې د جرګو وروسته د پرېکړو په عملي کولو کې ټول برخه واخلو.»

د غوښتنو او پرېکړو لپاره ټاکل شوي کمېټه

منظور پښتين په دې پيغام کې ويلي، چې د پښتنو قومي جرګې کې د ټولو ګوندو او ولسونو د غوښتنو او پرېکړو د عملي کولو لپاره ۸۰ کسيزه کمېټه ټاکل شوې او خپلې چارې مخ ته وړي.

پښتين وايي، چې ډېرو کړيو د جرګې د ناکامۍ او د خلکو د ذهنيت خرابولو هڅې وکړې، چې بريالي نه شول.

نوموړي د ملت جوړېدو او ولس د ښه ژوند لپاره د خيبر قومي جرګه یو ښه پیل وباله او هيله يې وښوده، چې د پرېکړو په عملي کولو سره به په وطن کې امن او د ولس په ژوند کې مثبت تغير راځي.

پښتین زیاته کړې، چې د پښتنو په تړاو عامه ذهنیت دا و، چې دوی هېڅکله سره نه شي راټولېدی؛ خو وروستۍ جرګې دا وښوده، چې پښتانه په یو غږ راوتلی او خپل حق غوښتلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې احتجاج کوونکو تېره ورځ د تورخم تړل شوي لار هم پرانېسته.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button