ژوند

متحده عربي اماراتو کې د افغانانو هوسا ژوند

ګڼ افغانان په عربي متحده اماراتو کې خوشاله او له هوساینې ډک ژوند لري

هغه افغانان چې کلونه یې په عربي متحده اماراتو او دوبۍ کې تېر کړي دي، نن یې په دوبۍ او افغانستان کې ژوند ښه دی او د ښې سرمايي یا پانګې خاوندان دي.

په اماراتو کې وضع شوي قوانین ډېر پیچلي نه دي، له همدې امله ډېری افغانان هلته له خوښۍ ډک ژوند لري، ځکه دوی ازاد دي، سر او مال یې خوندي دی او که څوک کاریګر دي، نو د هغوی لپاره د کار زمینه برابره ده.

afghan 2024 10 26t165829.111
په اماراتو کې د افغانستان سفارت

د افغانستان اکثره پانګه‌وال په دوبۍ کې دي او ددوی شتمني هم په دوران کې ده چې اکثره یې ښه میاشتني عواید لري.

په اماراتو کې مېشت افغانان

خو پر دې سربېره، نور ډېر افغانان دي چې د کار لپاره دوبۍ ته تللي دي او هلته مزدري کوي چې یوازې د خوست ولایت نه د ۱۷۰۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې دي.

دغه افغانان وايي، په عربي متحده اماراتو کې د ژوند لپاره سهولتونه زیات دي، لکه د اولادونو د زده کړو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه، د کاروبار زمینه، سیاحت، د پانګې جمع کول او د موټرو کاروبارونه ښه په درز کې روان دي.

ډېری داسې افغانان هم شته چې دغه هېواد ددوی په مټو اباد شوی دی. مثلا: دوی په ځوانۍ کې دغه هېواد ته تللي دي، خو اوس بوډاګان دي او هلته یې تر ۴۰ کلونو زیات عمر تېر کړی دی.

نور ولولئ: ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

نور ولولئ:  د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

afghan 2024 10 26t165807.566
په اماراتو کې مېشت افغانان

په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته ډېری شمېر هغه افغانان چې د پوهنتونونو استادان او نور علمي قشر هم په کې موجود وو، اماراتو ته وکوچېدل، خو نن سبا په اماراتو کې ددوی ژوند ښه او خوندي دی ځکه هلته دوی ته د ژوند ټول سهولتونه مهیا دي او کاروبارونه او سوداګري یې ښه ده.

محمود احمدي چې د پوهنتون استاد دی، په یوه ځای کې وايي، دلته مې ژوند خوښ تېرېږي، ځکه محکوم نه یم بلکې ازاد ژوند کوم.

په اماراتو کې د ژوند ازادي او یو پر مختللی اقتصادي هېواد

متحده عربي آمارات ځان د عربي نيمه ټاپو له بل هر هېواد څخه زيات ليبرال بولي. دلته بدايان، هندوان او د نورو مذهبونو پېروان اجازه لري د خپلې عقيدې سره سم ژوند وکړي.

afghan 2024 10 26t165849.951
په عربي متحده اماراتو کې د ادیانو ازادي

تقريباً سل تنه بدايان د خپل عبادتځای مخکې په پراته چمن کې راټول شوي دي. هغوی دلته د چمن پر وښو ناست ځان آراموي او خپل عبادات ترسره کوي. يوې لويې ونې يو څه سيورې کړې او د ياسمين د غوټيو او اگربتيو بویې خپور دی.

يوه ودانۍ چې په لومړي نظر يو عادي د استوگنې کور ښکاري، په حقيقت کې د متحده عربي آماراتو د ځليدونکي تجارتي ښار دوبۍ په منځ کې د زرونو بدايانو له پاره د مذهبي عبادت مرکز دی.

روبيش پيلای چې په اصل کې د سريلنکا دی، د دوبۍ ښار ښکلاگانو سره ليوالتيا نه لري بلکې خپل وزگار وخت له خپلو وطندارانو سره تېروي. هغه وايي: «موږ ته په دې هېواد کې ښه راغلاست ويل کيږي او پر خپل مذهب عمل کولو ته تشويقيږو. نه يوازې د خلکو او حکومت له خوا. زموږ گاونډيان دلته پاکستانيان دي. هغوی له دې سره هيڅ ستونزه نه لري چې موږ دلته يوو. د شور او يا نور څه له وجې هيڅ شکايت نه کيږي او نه هم بله کومه ستونزه شته.»

د یادونې وړ ده چې عربي امارات د ریکېنګ له مخې په اقتصاد کې لومړی درجه هېواد بلل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button