سیمه‌ییز

په کابل کې پر موټر سایکل د امیرخان متقي ګرځېدل څه پیغام لري؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ډاډمن امنیت ښودلو په موخه پر موټر سایکل ښار ته وتلی دی

د طالبانو ډله چې تل په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کوي، دا ځل یې یو لوړپوړی چارواکی په موټر سایکل سپور او د کابل په سړکونو ګرځي. په خواله رسنیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او ظاهرا داسې ښودل کېږي، چې نوموړی له ساتونکي پرته ګرځي.

د «امارت اسلامي‌ اردو» پر خپلې اېکس پاڼې تایید کړې، چې پر موټرسایکل سپور کس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دی.

د امیرخان متقي دغه کار ته غبرګونونه

ځینو طالب پلوو پر اېکس همدا جمله لیکلې: «افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک په کې ډاډه ژونداو کار و بار کولی شي.»

د متقي دا کړنه له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

افغان خبریال بلال سروري د متقي ویډیو پر اېکس خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: «د جرمونو لوړ ګراف، وسله والې غلاوې، د طالبانو ضد ډلو لکه (اې اېف اېف) (اېن ار اېف) او (ای اېس کې پي) له خوا وژونکو بریدونو وروستۍ لړۍ په داسې یوه وضعیت کې ګورو، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ښه امنیت انځور وړاندې کوي.»

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو شتمنۍ لوټ کېږي

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

د اېکس یوه بل کاروونکي لیکلي: «افرین دې د موټرسایکل پر ټایرونو وي چې دومره غټ بار زغمي.»

دغه راز یوه بل کاروونکي بیا لیکلي: «دا د تېر په یاد یې چلوي، چې په کویټه کې یې تر دې لوړ څه نه لرل.»

د امنیت په اړه د طالبانو ادعا

طالب چارواکو په وار – وار سره ادعا کړې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د هېواد خاوره په بشپړه توګه د یادې ډلې په واک کې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزير هم ویلی و، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

طالب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.

ځینې کسان وايي، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان امنیت خراب کړی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button