سفر خبرونه

د کډوالو چارو وزارت: دوه میلیونه بې ځایه شوي خلک خپلو سمیو ته انتقالوو

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي، دوه نیم میلیونه بې ځایه شوي به خپلو سیمو ته ولېږدوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، چې خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړي پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړې ده. ‏

‏په کابل کې په دې تړاو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وویل، چې په لومړي سر کې به له کابل څخه شاوخوا ۵۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ چې اکثریت یې له کندوز ولایته بې ځایه شوې دي؛ خپلو سیمو ته ولېږدول شي.

دا خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځایه شوي

نوموړي په دې برخه کې د نړۍوالو بنسټونو د همکارۍ له امله هم مننه کړې ده.

‏ ‏د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو برخې مشر سردار شېرزاد ویلي، چې دغه خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځای شوي دي.

هغه له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: د ایران او پاکستان لخوا د کډوالو د ستنولو ګواښ؛ طالبان د زغم غوښتنه کوي

هغه زیاته کړې، چې اوس‌مهال د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲.۵ مېلیونه دی او دوی بېرته خپلو سیمو ته لېږدول د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه دی.

په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي

خو د ساړه ژمي په درشل کې د دې تر څنګ چې دغه بې‌ځایه شوي خلک د وزګارتیا او لوږې له پلوه له سختو ننګونو سره هم مخامخ دي، څنګه به وتوانېږي چې په خپلو سیمو کې ژوند تېر کړي، په داسې حال کې چې د دوی ډېره برخه په خپلو سیمو کې کورونه نه لري او یا یې هم کورونه ویجاړ شوي دي.

د راستانه شوو کډوالو ستونزې

د دې تر څنګ نن سبا له ایران او پاکستانه اېستل شوي کډوال هم په افغانستان کې له سختو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي دي.

په ټوله کې افغانستان هغه هېواد دی، چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی او په وروستیو کلونو کې پر له پسې وچکالۍ هم سخت ځپلی دی؛ نو د دغو بې‌ځایه شویو کډوالو ستنول به د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تېره ورځ په خپل راپور کې ویلي و، چې په ټوله نړۍ کې د ۱۲۰ مېلیون څخه ډېر کسان په زوره بې ځایه شوي، درې پر څلورمه برخه یې په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له امله خورا اغېزمن شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button