افغانستان

د افغانستان پخواني ولسمشر غني د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر بد بللی

اشرف غني ویلي چې د افغانستان له بد وضعیت څخه انکار به اوسنۍ حالت نور هم خراب کړي

په افغانستان کې د لوږې، فقر او بې کارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو طالبان وايي چې افغانستان امن دی او افغانان په کې خوشاله دي.

پخوانۍ ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب شي.

ښاغلی غني وایي: «ټولې نښې ښیي چې د افغانستان حالت جدي د یوې مناسبې حل لارې پرته به نور هم خراب شي.»

د وضعیت نور کړکېچن کېدل

هغه وایي، چې په هغه ټولنه کې چې د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان په ټولنه کې د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کې هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.

نور ولولئ: اشرف غني وايي، په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره کار ته چمتو نه یم

نور ولولئ: د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

نور ولولئ: خلیلزاد: د اشرف غني تېښته د سیاسي واک لېږد پر وړاندې خنډ شوه

هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چې د طالبانو ادارې لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره شي.

غني زیاتوي، چې طالبان باید دا هیر نه کړي چې افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.

په افغانستان کې بې کاري

هغه ویلي، چې په ورته وخت کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.

خو اشرف غني د دې بحرانونو د حل لارې لپاره وایي، چې د اوضاع جدیت باید درک شي.

ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت له پاره داسې اجماع ته اړتیا ده چې په هغه کې د ملت ډېره برخه شتون ولري.

هغه وايي: “د اوسني بحرانونو اداره کولو او د راتلونکي بحرانونو مخنیوي لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي، هغه څه چې د ظرفیتونو، منابعو او کورنیو پانګونو انسجام ته اړتیا لري تر څو یې د پلي کولو زمینه برابره شي.”

خو طالبان بیا وايي چې نړیوالې رسنۍ ددوی د رژیم پر وړاندې تبلیغات کوي او په افغانستان کې اوسنی وضعیت نااسم تعبیروي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button