سپورټ

انګلېنډ د ۲۰ اوریزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

انګلنډ په ۲۰ اوریزه لوبلړۍ کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او د لوبلړۍ اتله شوه

ویسټ انډیز له انګلېنډ سره د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ درلوده چې دریمه لوبه انګلېنډ ترې وګټله او ویسټ انډیز یې د اتلولۍ له ګټلو بهر کړ.

د انګستان کرېکټ ملي لوبډلې د پنځو ۲۰ اوره سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې ‏د درې وېکټو پر مټ کوربه ویسټ‌انډیز ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او د ‏یادې لوبلړۍ اتلولي یې په خپل نوم کړه.‏

دغه لوبه کله او چېرته وشوه؟

دا لوبه پنج‌شنبه د نوامبر پر ۱۴مه د ویسټ‌انډیز په کوربه‌توب په «ګروس ایسلېټ» ‏لوبغالي کې شوې ده.‏

د لوبې ټاس انګلېنډ وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه چې ویسټ‌انډیزۍ لوبډلې ‏خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره د رومن ۵۴، روماریو ۳۰ او الزاري جوزف ۲۱ ‏منډو پر مټ ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.‏

نور ولولئ:  افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

نور ولولئ: د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوبې نن پیلېږي

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

په توپ‌اچونه کې د انګستان په ګټه جوفرا یوه، ثاقب محمود او جېمي اورټون ‏درې-درې وېکټې واخیستې.‏

ثاقب چې ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې د لوبې ‏غوره لوبغاړی ونومول شو او جایزه یې واخیسته.‏

بل‌خوا، انګلېنډۍ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره د سام کوران ۴۱، لیام ‏لیوېنګسټون ۳۹ او وېل جېکز ۳۲ منډو پر مټ ۱۴۹ منډې وکړې او ټاکل شوي ‏هدف ته یې ځان ورساوه.‏

د دغه سریز اتله لوبډله

انګلستان د دې لوبې په ګټلو سره د یادې لوبلړۍ اتلولي وګټله.

لیونګسټون په ۲۹ توپونو پرته له کوم چوکۍ څخه د جوزف په ډیپ میډ ویکټ کې منډې جوړې کړې خو د پورن لخوا په پرله پسې اوورونو کې په شپږو او اتو منډو وسوځید. انګلینډ په یو سست آؤټ فیلډ کې سینګلز ترلاسه کړل مګر د غوښتنې نرخ لوړیدو سره ، کورن د موټي په وروستي بال مستقیم شپږیزه ووهله.

په توپ‌اچونه کې د کوربه ویسټ‌انډیز لپاره اکیل حُسین څلور، الزاري، ټیرېنس ‏او ګوداکېش موتي یوه-یوه وېکټه واخیسته، خو د لوبې په ګټلو کې پاتې راغلل.‏

د یادونې ده چې له دې مخکې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو ‏ويسټ‌انډیزۍ لوبډلې ګټلې وه.‏

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button