اقتصاد او سوداګري

مسکو: د افغان ترانس ریل پټلۍ سروې ته چمتووالی نیسو

د روسیې د صدراعظم مرستیال وايي چې د ترانس افغان ریللارې سروې ته چمتووالی روان دی

د روسیې د صدراعظم مرستیال الیکسي اوروچکوف ویلي چې د افغانستان له لارې د تېرېدونکې ترانس افغان ریللارې د پروژې د سروې لپاره چمتووالی روان دی.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه په کابل کې له طالب چارواکو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته ویلي: “موږ دا پروژه په مجموع کې د منځنۍآسیا او یوریشیا ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره مهمه ګڼو. دا پروژه د شمال او جنوب د نړیوال ترانسپورتي دهلېز د لویې پروژې یوه برخه ګڼو، چې موخه یې د نړۍ له جنوب سره د یوریشیا د شمالي هېوادونو نښلول دي.”

له افغانستان تېر شوی مسیر

اورچکوف زیاته کړه چې له دې لارو څخه یوه ممکن له افغانستان څخه تیره شي.

ده همداراز وویل: “دلته دوې ریللارې جوړېدای شي – لویدیځه او ختیځه. زموږ شرکتونه او د ترانسپورت وزارت همدا اوس له منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو له همکارانو سره په دې کار کوي.”

هغه دا هم وویل چې د دې پروژې د امکان سنجونې د مطالعې لپاره چمتووالی روان دی.

نور ولولئ:  د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

اورچکوف وویل، د افغانستان ټوله خاوره د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې ده، نو د سړکونو له لارې د بار وړلو ترانزیت ممکن دی، او د منځنۍ آسیا بار وړونکي شرکتونه اوس په فعاله توګه له دې لارې کار اخلي.

هغه زیاته کړه: “موږ لیواله یو چې افغانستان هغه مرکزي رول ترسره کړي چې په ترانسپورتي اړیکو کې یې لوبولی شي. موږ دا موضوع په نننۍ ناسته کې وڅېړله. البته، زموږ همکاران هم ګډ کار ته ژمن دي.”

د افغان ترانس د ریل پټلۍ لومړی کار

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې د جوړېدو لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و خو اوس ۷ میلیارد ډالره اټکلیږي.

د ۲۰۲۲ په جولای کې د ازبکستان د ریللارو ادارې له (Boshtransloyikha) انستیتیوت څخه وغوښتل چې د دې ریللارې لګښت اټکل کړي، دې ادارې اټکل وکړ چې دا پروژه به په ۵ کلونو کې په ۴ میلیارده او ۶ سوه میلیون ډالره جوړه شي.

خو د تېر کال په دسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button