سیمه ییز خبرونه

د «زینبیون» په سلګونو غړي په کورمه ولسوالۍ کې جنګیږي

دغه ډله د سوریې د حلب پر ځای په کورمه کې د سنیانو په مخالفت جنګېږي

په داسې حال کې چې د سوریې تحریر الشام سني ډلې ددغه هېواد حلب ښار نیولی او نورو ښارونو ته د پرمختګ په حال کې ده، د حلب ښار د یوې مهمې ساتندویه ډلې زینبیون تر ۷۰۰ ډېر جنګیالي پاکستان په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته را ستانه شوي او دلته په فرقه یي شخړو کې ښکیل دي.

په کورمه ولسوالۍ کې یو تن چې دوه زامن یې په حلب کې د زینبیبون په لیکو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « د زینبیون په سلګونو جنګیالي په حلب او شاوخوا سیمو کې دداعش او نورو سني ډلو له ماتې وروسته بېرته کورمې ولسوالۍ او ګلګت بلتستان ته راستانه شول او دې چارې هلته د بشارالاسد د حکومت پوځي لیکې کمزورې کړې».

د توري قبیلې اړوند دغه کس

وايي، چې له کورمې ولسوالۍ نه د سوریې لیکو ته اوس جنګیالي نه جذبیږي، ځکه دا سیمه خپله د فرقه یي شخړو شاهده ده.

په حلب او شاوخوا سیمو کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړو ځواکونو د شاتګ یو ستر لامل د روسیې د هوايي بریدونو درېدل او په لبنان کې د حزب الله او د ایران د سپاه پاسداران د نورو نیابتي ډلو ښکیلېدل ګڼل کیږي، خو پاکستان ته د سپاه اړوند زینبیون ډلې د غړو ستنېدل هم د جګړې پر جبهو بې اغیزې نه دي.

نور ولولئ: ولیعهد محمد بن سلمان: په غزه کې د اسرائیلو جګړه نسل وژنه ده

نور ولولئ: د سوریې یاغیان: “په یوه ځواکمن برید کې حلب ښار ته ننوتو”

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د زینبیون په لیکو کې اکثریت د کورمې ولسوالۍ د توریو او بنګښو و او په ۲۰۲۰ کال کې ددې لوا د ټولو جنګیالیو شمېر ۱۰ زره او ۵۰۰ تنه و، چې یو شمېر یې په جګړو کې ووژل شول او یو شمېر نور یې پاکستان او ځینې په لبنان کې د حزب الله ډلې ملاتړ ته لاړل.

رسمي سرچینو د زینبیون د جنګیالیو شمېر

له درې زرو تنو نه تر پنځو زرو تنو پورې اعلان کړی دی.

سرچینه وايي، چې د زینبیون لیکو ته ډېری جنګیالي د جلال بنګښ تر مشرۍ لاندې «انجمن حسینیه» استول، خو اوس پخپله په کورمه ولسوالۍ کې دې جنګیالیو ته اړتیا ده او سوریې ته یې جلب او جذب درېدلی دی.

د سرچینې په وینا، زینبیون لښکر د حلب، نبل، تدمر، حماه او د پلازمینې شاوخوا سیمو په نیولو او امنیت ټینګولو کې ټاکونکی رول درلود او د ایران مذهبي مشر دې ډلې ته د هغوی د سرښندنو له امله ځانګړی درناوی درلود.

ددې ډلې ډېری جنګیالي په قم او عراق کې له زیارتونو جذبېدل او له لنډې روزنې وروسته د جګړې لیکو ته استول کېدل.

یاد کس چې دوه زامن یې د حلب په جګړو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کورمې ولسوالۍ په وروستیو شخړو کې د زینبیون یو مهم قوماندان قلندر توری چې په سوریه او عراق کې جنګېدلی و، ووژل شو او بل قوماندان تهران توری چې په کورمه کې د زینبیون د وسله والو مشري کوي، د اوږدو کلونو لپاره په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیدلی دی.

د تحریر الشام ډلې وروستۍ ویډیوګانې ښيي چې ددې ډلې په لیکو کې هم د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو جنګیالي راغونډ شوي او په حلب او شاوخوا سیمو کې د یادې ډلې په ملاتړ جنګیږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button