صالح ته، واشنګټن ته د ورتګ بلنه؛ دغه بلنه څه پیغام لري؟
امرالله صالح ته بلنه ورکړې تر څو د خبرو اترو په موخه واشنګټن ته سفر وکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې امرالله صالح ته واشنګټن ته د ورتګ بلنه ورکول کېږي. دغه بلنه ددې مانا ورکوي چې د طالبانو د رژیم په مقابل کې نوي جبهه په رامنځته کېدو ده.
د امریکا، نړیوالو او د ولس د غوښتنو تر څنګ لا هم طالبانو په خپلو تګلارو کې نرمښت نه دی ښوولی.
د امریکا د استازو جرګې غړي ټیم بورچټ د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو په موخه واشنګټن ته د راتګ بلنه ورکړه.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «تر هغه وخته چې د افغانستان کنټرول د طالبانو په لاس کې وي، دغه هېواد به امریکا ته ګواښ وي.»
بورچټ د دوشنبې په ورځ د خپلې بلنې په پیغام کې امرالله صالح د افغانستان د ولسمشر په توګه یاد کړ.
هغه دغه راز زیاته کړې: «ولسمشر امرالله ته بلنه ورکوم، چې په واشنګټن کې له ماسره وګوري ترڅو د افغانستان او د خلکو په اړه یې خبرې اترې وکړو.»
د طالبانو د مخالفو ډلو د ملاتړ کول
امرالله صالح د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته ځان د هېواد د ولسمشرۍ سرپرست اعلان کړی و. هغه په یوه پیغام کې ویلي و، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د غیابت، تښتېدو یا مړینې په صورت کې لومړی مرستیال د ولسمشرۍ د مقام د سرپرست په توګه ټاکل کېږي.
له دې سره، هغه بیا وروسته اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه لاس په سر کېږي.
ټیم بورچټ د کانګرس د استازو جرګې د څارنې او بهرنیو چارو کمېټو غړی او د ټرمپ ملاتړی دی.
نور ولولئ: امریکا او بریتانیا د ښځو په مسئله کې د طالبانو پر وړاندې سره متحد دي
نور ولولئ: د سولی تړون به د امریکا او طالبانو ترمنځ دایمي اوربند ته لاره هواره کړي، دامریکا سفارت
نور ولولئ: د فبرورۍ په ۲۹امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي
نوموړي تر دې وړاندې له واشنګټن څخه غوښتي و، چې د طالبانو له مخالفینو ملاتړ وکړي.
هغه د وږي په میاشت کې هم ویلي و، چې د «ویانا له پروسې» څخه چې د مقاومت جبهې په ګډون د طالبانو مخالفې ډلې هم په کې شته د امریکا د ملاتړ طرحه یې د استازو جرګې ته وړاندې کړه.
له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه
په دې طرحه کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه شوې، چې د ویانا په غونډو کې ګډون وکړي.
نوموړي په دې طرحه کې د ویانا پروسه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي ځواکونو لپاره هر اړخیز پلټفرم بللی دی.
د استازو د جرګې یاد غړي په یوې اعلامیه کې وویل: «دغه لایحه طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او له محتده ایالاتو غواړي، چې په ویانا کې ګډون وکړي او دغه راز نور هېوادونه هم له دې بهیر سره یو ځای شي.»
امرالله صالح د افغانستان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د متحده ایالاتو یو له جدي منتقدینو څخه دی.
نوموړي له افغانستان سره امریکا په خیانت تورنه کړه.
صالح د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون سر سخت مخالف هم دی.