سیمه

پي ټي اېم: د بلوچستان یو عدالت د علي وزیر ضمانت

پي ټي اېم وايي د بلوچستان یو عدالت د علي وزیر د ضمانت په اړه پرېکړه محفوظه کړې ده

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د بلوچستان د حب ضلعې یو عدالت یې د مخکښ او د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر د ضمانت په اړه فیصله محفوظه کړې ده.

د غورځنګ غړي هدایت الله پشتین  وویل چې عدالت د ډېسېمبر پر څلورمه د وزیر د قضیې اورېدنه وکړه او ټاکل شوې چې د ضمانت په اړه خپله پرېکړه د ډېسېمبر پر پینځمه واوروي.

د وزیر وکیلې منیزې کاکړ د ډېسېمبر پر درېیمه رسنیو ته ویلي ول چې د علي وزير پر ضد هغه مقدمه د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې پر داسې وخت درج شوې وه چې هغه د کراچۍ په زندان کې بندي وو.

د حب عدالت ته ثبوتونه

هغه وايي، د حب عدالت ته یې ټول هغه ثبوتونه وړاندې کړې دي چې ورڅخه ثابتېږي چې وزیر هغه مهال په زندان کې وو.

پولیسو په هغه قضیه کې پر وزیر او د پي ټي اېم پر ۱۱ غړو په حب کې د غورځنګ غونډې پر مهال د ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو تور پورې کړی دی چې هغوی یې ردوي.

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر درېیمه د بلوچستان د حب یو عدالت علي وزیر د قضیې اورېدنه وکړه او هغه یې د هغې ضلعې د ساحلي سیمې ګډاني زندان ته ولېږداوه.

د علي وزیر وکیله وايي چې عدالت نوموړی د ۱۴ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی وو چې هغه موده د ډېسېمبر پر درېیمه پوره شو.

په بېلابېلو جېلونو کې د عالي وزیر زنداني کېدل

د پي ټي اېم غړی هدایت الله پشتین وايي چې د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر په قضیه کې د غورځنګ ټول ملګري وار له مخه خوشې شوي دي.

علي وزير چې د روان کال د اګست په درېیمه د اسلام‌اباد پولیسو نیولی وو، تر دې دمه یې په بېلابېلو مقدمو کې د اسلام اباد او پنجاب په مختلفو جېلونو کې بند تېر کړی او د نومبر په ۱۶مه د پنجاب بکر سيمې پوليسو د بلوچستان پوليسو ته وسپاره.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپلو غړو او پلویانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د هغو مقدمو هدف د غورځنګ د فعالیتونو مخه ډب کول دي.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم یو مشر نورالله ترین د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، حکومتي فشار یې د مبارزې مخه نه شي نیولی. هغه زیاته کړه چې پي ټی اېم به د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سوله ییزې مبارزې ته ادامه ورکوي.

پي ټي اېم وايي چې ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې او احتجاجي لاریونونه هم کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button