اوچا: ۲۰۲۵ کې له ۲۲ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري
اوچا وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به له ۲۲ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم په دغه هېواد کې د فقر، بې وزلۍ او بې روزګارۍ رېښې هم په چټکۍ سره غځیږي او ورځ تر بلې په ټولنه کې فقر وده کوي.
تازه، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.
د طالبانو لخوا د محدودیتونو سره د ښځو مخامخېدل
نوموړي دفتر چهارشنبه د لیندۍ پر ۲۸مه، په یو راپور کې ویلي چې میلیونونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي.
دغه دفتر وايي، زیات شمېر داسې ښځې شته چې د کورنۍ سرپرستې وې، خو له بې کاره کېدو سره یې کورنۍ هم د فقر تر سرحده رسېدلي ده.
د دغه دفتر په وینا، دې محدودیتونو د افغانانو په ځانګړې توګه د اقلیتونو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی دی.
پر دې سربېره، په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه هم په چټکۍ سره وده کوي او مخ پر وړاندې ځي.
نور ولولئ: اوچا د کاپ ۲۹ غونډې ګډونوالو ته؛ افغانستان له پامه مه غورځوئ
نور ولولئ: اوچا: له افغانانو سره په ۳ کلونو کې شاوخوا ۷ میلیارده ډالره مرسته شوې
د راپور پر بنسټ، له ۲۲.۹ میلیونو وګړو څخه ۲۱ میلیونه یې روغتیاپالنې او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
همداراز، ۱۴.۸ میلیونه نور خلک د خوړو توکو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان بېړنیو خوړو توکو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د وچکالۍ ناورین
اوچا خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ ناورین به هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې افغانستان له ګواښ سره مخ کړي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال لپاره بشرپاله سازمانونه کولای شي د ۲۲.۹ میلیونه افغانانو له ډلې څخه یوازې ۱۶ میلیونه کسانو ته د مرستې پوښښ برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوچا له دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او دا سازمان کولای شي یوازې ۱۷ میلیونه کسانو ته مرستې برابرې کړي.
د يادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له درېیو ډېر کلونه تېر شول، خو هېوادوال ورځ تر بلې بېوزلي کېږي.
بل لور ته پر طالبانو نیوکه کېږي چې د خلکو ته د کار په زمینې برابرولو کې پاټې راغلي دي.