افغانستان

اشرف غني او حامد کرزي د کابل-کندهار پر لویه لار د خونړي ټکر په اړه خواشیني ښوولي

د کابل ـ کندهار پر لاره د ټکر خونړیو پېښو ته د افغانستان د دوو مخکنیو ولسمشرانو غبرګونونه ښوولي دي

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې. د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او دواړو ولسمشرانو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعاوې کړې.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د تېرې شپې د سورلۍ د دوو بسونو او ټانکر او لارۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې او د مړو شویو کسانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

په یوه بل ټويټ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او تپیانو ته یې د عاجې روغتیا غوښتنه کړې او د مړو شویو افغانو کورنیو سره خپله غمرازي ښکاره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغې پېښه کې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي.

نور ولولئ: افغانستان کې، تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ سوه کسان ترافیکي پېښو کې مړه شوي

نور ولولئ: تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په دوو ټویټونو کې دوه ډوله ارقام خپاره کړي چې د ذبیح الله مجاهد له خپرو شویو شمېرو سره توپیر لري.

د کابل-کندهار لویې لارې ترافیکي پېښو کې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

لا هم د دغو پېښو د مړو او تپیانو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې خپرېږي.

د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني په اړوند سیمه کې د تیرې شپې د موټرو د ټکر پېښو ته په کور دننه یو شمېر نور غبرګونونه هم ښودل شوي.

ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې

په دغو پېښو ژوره خواشبني ښودلې او د پېښو ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

په هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښکاري چې د لویو لارو د سورلۍ لوی بسونه ویجاړ شوي پراته او په وینو کې لت پت پراته ټپیان زګېروي کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، تر دې وړاندې هم پر دغسې لارو د موټرو په ټکر کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button