ایران: هرات کې د پاشدان بند جوړېدل به د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن کړي
ایراني چارواکي وايي چې د هرات د پاشدان جوړېدل په ایران کې میلیونونه کسان له ستونزو سره مخامخ کوي
ایران بار، بار د افغانستان لخوا د ور روانو اوبو د مدیریت په اړه اندېښنه څرګنده کړي ده. کارپوهان وايي، ایران او پاکستان ته د افغانستان اوبه له پېړیو راهیسې وړیا بهېږي، خو که اوس مدیریت کېږي، نو تهران او اسلام اباد ورباندې اندېښنې څرګندوي ځکه دوی یوازې خپلو ګټو ته ګوري، نه د افغانستان ملي منافعو ته.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند د هریرود پر سیند د افغانستان د «یو اړخیزې ګټې اخیستنې» په اړه ویلي چې دا کار د عرفي حقوقو نقض دی او زیاتوي، چې دا ګام به د څو میلیونه انسانانو د څښاک او روغتیا اړتیاوو ته زیان ورسوي.
د هریرود ګډه حوزه او ایران
عیسی بزرګ زاده د ایران د صداوسيما له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې د هریرود پر سرحدي او ګډې حوزې د پاشدان بند جوړول د دغه سیند طبيعي بهیر کموي، چې له امله یې د ټولنیزو او چاپیریالي زیانونو په ګډون د مشهد ښار د څښاک اوبه جدي زیانمنېږي.
نور ولولئ: ملا برادر اخوند: موږ به ګاونډیانو ته د افغانستان بهېدونکي اوبه مهار کړو
نور ولولئ: ملا برادر: لمریزه برېښنا مو هم پر ځان بسیا کوي او هم له اقلیمي بدلون سره مبارزه کې مرسته کوي
نوموړی وايي، « په ټوله کې، د ایران اسلامي جمهوریت څو ځله د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې د هریرود په سرحدي حوزه کې د افغانستان د یو اړخیزې بند جوړونې پر منفي اغیزو خپل رسمي اعتراض څرګند کړی او د ګډې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده، څو د دې منفي اغیزو ارزونه وشي او د پایښت وړ پرمختګ ته ترجیح ورکړل شي.»
د اوبو طبیعي جریان
دغه ایرانی چارواکی وايي، د هریرود اوبو حوزې اوسیدونکي په دواړو هیوادونو ایران او افغانستان کې د دغه سیند له طبيعي جریان څخه له ډېرو کلونو راهیسې ګټه اخلي. دده په وینا، دا یو اړخیز اقدام نه یوازې د څو میلیونو خلکو د څښاک او روغتیا اړتیاوې اغیزمنوي، بلکې چاپیریالي زیانونه هم پراخوي.
بزرګ زاده وايي، د هریرود له سرحدي سیند نه د ګډې ګټې اخیستنې په برخه کې باید د اوبو نړیوال حقونه په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړې، « موږ تمه لرو چې د افغانستان سرپرست مقامات د نړیوالو عرفي حقوقو او د دوه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او اړیکو له اصل سره سمه همکاري وکړي».
نوموړي له طالبانو سره د پاشدان او سلما بندونو په اړه مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی.