Uncategorized

ګوګلمن د ټرمپ په اړه؛ ښايي هغه له داعش سره د مبارزې په خاطر د طالبانو په اړه مثبت نظر ولري

د افغانستان او اسیا په چارو کې لوړپوړی امریکایی شنونکی مایکل کوګلمن وايي چې د طالبانو په اړه د امریکا منتخب ولسشمر ډونالډ ټرمپ چلند ښايي د نوموړي د کابینې له نورو غړو سره په «ټکر» کې وي.

کوګلمن دا څرګندونې یک‌شنبه د جنوري پر ۱۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې مطرح کړې دي.

نوموړي لوړپوري امریکايي شنونکي ادعا کړې چې ښايي ټرمپ له داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو په اړه مثبت نظر ولري.

د هغه په وینا، دا چلند به د ټرمپ دولت د لوړپوړو غړو ترمنځ د اختلاف لامل شي.

کوګلمن ویلي چې د ټرمپ په کابینه کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د طالبانو د مخالف څېرو له ډلې دی او هغه له دې طرحې سره اختلاف لري.

نوموړي زیاته کړې چې په داسې وضعیت کې به پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ له زیاتېدونکو اندېښنو څخه ګټه پورته کړي.

د کوګلمن په خبره، پاکستان کولای شي د امریکا د راتلونکي دولت لپاره ځان ګټور شریک وښيي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په نیواورلئان ښار کې تېره چهارشنبه د یو داعشي بریدګر په برید کې ۱۵ کسانو ژوند بایلود او ۳۰ نور ټپیان شول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button