Uncategorized

په چین کې سخته او مرګوني زلزله؛ د مړو شمېر ۱۲۶ ته ورسېد

په چین کې د مرګوني زلزلې وروسته لا هم خدماتي ډلې د مړو په راایستلو بوختې دي

اړوند مطالب:

د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

د ساړه ژمي یخې څپې او د هرات زلزله ځپلې کورنۍ

د راپورونو پر بنسټ، په چین کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شویو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري شبکې چهارشنبه د جنورۍ پر ۸مه، راپور ورکړی چې د دې پېښې په پایله کې ۱۸۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، له ۴۰۰ ډېر کسان چې په زلزله‌ځپلې سیمه کې بند پاتې وو، ژغورل شوي او د سیمې ۳۰ زره اوسېدونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې د تبت په شېګاتسه سیمه کې د زلزلې له امله له درې زره او ۶۰۹ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادونې ده چې دې زلزلې تېره ورځ سهار په ډېر شدت سره د چین تبت سیمه ولړزوله.

د زلزلې ټکانونه د بوتان، هند او نیپال په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button