د امیرخان متقي او روزا اوتنبایوا تر منځ پر پراختیايي مرستو خبرې
اړوند خبرونه:
د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی
د رېلپټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر له مشرې، روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د پراختیايي مرستو ترڅنګ پر ګڼو نورو مسایلو خبرې کړې دي.
په دغه کتنه کې امیرخان متقي په بېلابېلو برخو کې پر اقتصادي ثبات ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې نږدې راتلونکې کې به د چټکې اقتصادي ودې شاهدان وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د يوناما مشرې ویلي، په تېرو درېیوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پراختيايي مرستو کچه له بشري مرستو زياته شوې ده.
امیر خان متقي دغه راز په کابل کې د قطر له شارژدافیر دوکتور مُردِف القاشوطي سره هم کتلي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي.
دې کتنه کې همدارنګه د قطر پر بشري او نورو مرستو هم بحث شوی دی.