ځایی

د خوست بوږنوونکي پېښه؛ طالب استخباراتو د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ تنه وژلي

اړوند خبرونه:

منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

سرچینو د سې شنبه په ورځ «افغان‌ناو» ته وویل، چې د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د طالب استخباراتو غړو د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلو تره زامنو د کورنۍ لس غړي وژلي دي. په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې پېښه نن شپه ۷:۳۰ ناوخته د علیشېرو ولسوالۍ په بوخانه کلي کې شوې ده.

په وژل شویو کسانو کې د ماشومانو په ګډون درې ښځې هم شاملې دي.

یوې بلې سرچینې افغان‌ناو ته وویل: “په بوخانه کې د تره د زامنو تر منځ چې د جمهوریت له وخته یې هم جنګ کړی و، او اوس د طالبانو په استخباراتو کې دي د خپلو نورو تره زامنو پر کور ورننوتي او ماشومان او ښځې یې وژلې دي”.

د سرچینې په خبره چې د قاتلینو د کورنۍ ټول غړي د طالبانو د استخباراتو غړي دي.

همداراز په ټولنیزو شبکو کې د بوخانې کلي ته څېرمه د یو بل کلي اوسیدونکي غږیز پیغام خپور شوی چې نوموړي خپل بل دوست ته ویلي چې دا چاره د طالب استخباراتو د غړو له خوا شوې ده.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځې او ماشومان ناپېژانده وسله والو وژلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button