د درنې واورې اورېدو له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې ده

اړوند خبرونه:
د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت
د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي
د سالنګ لویه لار د سختې واورې ورښت او توپان له امله د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه ویلي چې، دغه لویه لار تېره شپه ۱۱ بجې د مالي زیانونو او حوادثو د مخنیوي په موخه د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.
حق شناس زیاته کړه چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل هڅه کوي چې د هوا حالت له ښه کېدو سره سم دغه لار بېرته د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیزي.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې تر راتلونکې خبرتیا پورې پر دغه لار له سفر کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پرون چهارشنبه په ۲۷ ولایتونو کې د باران او واورې د ورښت اټکل کړی وو.
د یاد وزارت، د هوا پېژندنې ریاست ویلي وو چې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې نن (چهارشنبه، د کب ۱) د باران او واورې د ورښت اټکل شته دی.
کندهار، زابل، غور، ډایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، ننگرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، او سرپل هغه ولایتونه دي چې یاد ریاست یې نومونه یاد کړي دي.