لوبې خبرونه

چمپینز ټرافي؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه سوت افریقا په لوی توپیر وبایلله

اړوند خبرونه:

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

سوت افریقا نن (جعمه د فبرورۍ ۲۱مه) د کرېکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافۍ) په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۷ منډو په توپیر وګټله.

سوت یا سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په زیان ۳۱۵ منډې وکړې.

د سوېلي افریقا په توپ وهونکو کې رایان ریکلټن ۱۰۳، لوبډلمشر ټیمبا باووما، راسي وان ډېر دوسن او اېډن مارکرم پنځوسیزې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې محمد نبي دوه، عظمت الله عمرزي، نور احمد او فضل الحق فاروقي یوه یوه وېکټ واخیسته.

د افغانستان له لوري پرته له رحمت شاه چې ۹۰ منډې یې وکړې، نورو لوبغاړو د پام وړ منډې ونه کړې او خپلې وېکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې.

دا که څه هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره نوې تجربه ده، ځکه چې په لومړي ځل یې چمپینز ټرافۍ کې برخه اخیستې، خو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ویلي چې دغو سیالیو ته یوازې د ګډون په هدف نه، بلکې د جام ګټلو لپاره ورغلي‌ دي.‌

شهیدي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له سویلي افریقا څخه تېر کال په شارجه کې د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ د ۲-۱ کټلو یادونه وکړه او ویې ویل: “هغه اعتماد راسره دی او تر څه فشار لاندې نه یو.”

هغه زیاته کړې، چې لوبډله یې په دغه جام کې خپلو سیالیو ته بشپړه چمتو ده او پر دې تمرکز کوي چې څنګه ښه ځلیدای شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button