لوبې خبرونه

چمپینز ټرافي؛ ۲یمه نیمه پایلوبه نن د سویلي افریقا او نیوزیلانډ ترمنځ کېږي

اړوند خبرونه:

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د اتلانو جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د نيوزیلانډ او سویلي افريقا لوبډلو ترمنځ په لاهور ښار قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن(چهارشنبه، د کب ۱۵مه) د ماسپښین یوه بجه د نيوزیلانډ او سویلي افريقا لوبډلو ترمنځ په لاهور ښار قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

لومړۍ نيمه پايلوبه د اسټراليا او هند ترمنځ وشوه، هند د اسټراليا په ماتولو سره پايلوبې ته لاره پیدا کړه او په دويمه پايلوبه چې هره لوبډله ګټي له هند سره به په متحده عربي اماراتو کې پايلوبه کوي.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه، اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړ، په ۴۹.۳ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه. هند په ۴۸.۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف ته ځان ورساوه.

باید وویل شي چې سویلي افريقا په وروستيو اووه نیمه پای لوبو کې اخيستې چې لا يې پايلوبه نه ده ګټلې ده.

د سویلي افريقا او نيوزیلانډ نسبتاً متوازنه لوبډلې دي چې دا پرېکړه نه شي کېدای چې کومه لوبډله به يې ګټي، او لوبه به یې خورا ډېر کتونکې ولري. خو هغه څه چې باید هېر یې نه کړو دا دی چې دې دواړو لوبډلو يو يو ځل د چمپين ټراپي جام په ۱۹۹۸ او ۲۰۰۰ م کال کې ګټلی دی.

نیوزیلانډ او سویلي افریقا دوه ځلې په نيمه پايلوبه کې سره مخامخ شوې يو ځل ۲۰۱۱ او بل ځل په ۲۰۱۵ کال کې چې دواړه ځلې نيمه پايلوبې نيوزیلانډ هېواد ګټلې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button