یو ایرانی چارواکی: افغانستان کې د هیرویینو پټ تولید جدي خطر دی

د حماس ډلې مشر ۳ زامنو وژل کېدل او د امیرخان متقي تسلیت
د اړیکو په ښه والي کې د پاکستان نوي حکومت ته د امیرخان متقي تمه
امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي
د ایران د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون منشي وایي چې په افغانستان کې د هیرویین او میتامفیتامین تولید پټ ترسره کېدل یو جدي خطر دی چې د حل لارې موندلو ته اړتیا لري.
حسین ذوالفقاري د ویانا په ښار کې د هالنډ له دایمي استازي سره د لیدنې پر مهال وویل چې ایران له افغانستان او پاکستان سره دوه زره کیلومتره ګډه پوله لري چې دا پولې په یو اړخیزه توګه کنټرول کیږي.
د دې ایراني چارواکي په وینا، تر هغه چې په افغانستان کې امنیت او پرمختګ رامنځته نه شي، د مخدره موادو ستونزه او د دې هېواد نورې ستونزې به حل نشي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د روان کال د قوس په میاشت کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د تریاکو تولید ۴۳۳ ټنه ته رسېدلی، خو دا شمېر د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات دی.
دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی، هغه کال چې طالبانو د کوکنارو د کرکيلې د منع کولو اعلان وکړ.