سپورټ

د افغان او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې پیل

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله له خپلې سیالې ایرلنډ لوبډلې سره خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبې پچه ګټلې او د توپوهنې پرېکړه یې کړې ده.

د افغان ابدالیانو او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه نن(دوشنبه، د اپرېل ۷مه) پیل شوې، د افغان لوبډلې لوبډلمشر درویش رسولي پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

د افغان لوبډلې پیلیز لوبغاړو تر دې مهال ۹۱ منډې کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې کیږي او تېره ورځ یادې لوبې جام نن د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په شتون کې نندارې ته وړاندې شو.

باید وویل شي چې افغانستان کوربه دی او د دې ترڅنګ زموږ د الف لوبډلې روزونکي او مشاوران، لوبڅاران او میچ ریفري هم افغانان دي.

د  افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو رسنیو ته ویلي، کرکټ الف لوبډله تر دې وروسته بیا له سریلانکا او ایرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم کوي.

کرکټ بورډ تر لوبې وړاندې پر خپلې فیسبوکپانې لیکلي وو، چې افغان ابدالیان د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځنۍ لوبې د پیل لپاره د ابوظبۍ «ټولېرنس» کرکټ لوبغالي ته ورسېدل، او تر لوبې وړاندې یې تمرینات ترسره کړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button