سپورټ

د فوټبال ۱۷ کلنه افغان لوبډله په تجارتي سیالیو کې له اندونیزیا سره مخامخ کېږي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د آسیایي ځوانانو جام د درېیم ګروپ سیالیو په ترڅ کې نن شپه (پنج‌شنبه د حمل ۲۱مه) د ۲۱:۴۵ بجو په وخت اندونیزیا سره سیالي کوي.

دا لوبه تشریفاتي ده ځکه چې اندونیزیا د ۶ امتیازونو په لرلو سره نړیوال جام ته لار موندلې او افغانستان د دوه پرله‌پسې ماتې ګاللو سره له سیالیو پاتې شوی دی.

په درېیم ګروپ کې اندونیزیا د سویلي کوریا سره ۰-۱ او د یمن په وړاندې ۱-۴ بریا ترلاسه کړې او د ځوانانو نړیوال جام او د سیالیو راتلونکې پړاو ته یې لار موندلې ده.

افغانستان په دوو پرله‌پسې لوبو کې ماتې خوړلې دي (۰-۲ د یمن په وړاندې او ۰-۶ د سویلي کوریا په وړاندې) او پرته له ګول او امتیاز څخه له سیالیو حذف شوی او د پرمختګ هیله نه لري.

دا د افغانستان د ځوانانو لپاره په دې سیالیو کې درېیمه دوره ده، خو دا لوبډله تر دې دمه نه ده توانېدلې چې د ګروپ له پړاو څخه مخکې لاړه شي. د افغانستان د ځوانانو لوبډله په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو کې هم په دې سیالیو کې ګډون کړی و، خو بریالۍ نه وه.

اندونیزیا د دې سیالیو په اوو دورو کې ګډون کړی او دا لوبډله په ۱۹۹۰ کال کې یو ځل د څلورم مقام لرونکې شوې وه.

دا هم ولولئ:  د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې چينای لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

دا د آسیایي ځوانانو د جام شلمه دوره ده (چې د ۱۶ او ۱۷ کلنو د آسیا د قهرمانۍ پخوانۍ دورې هم پکې شاملې دي)، سیالۍ چې هر دوه کاله د آسیا فوټبال کنفدراسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د آسیا د ځوانانو ۱۶ غوره لوبډلې ګډون کوي او د څلورو ګروپونو اته لوبډلې (لومړی او دوهم ځایونه) د ۲۰۲۵ کال د قطر نړیوال جام ته د کوربه قطر سره د آسیا د استازو په توګه صعود کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button