سپورټ

افغان لوبډله به د مراکش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

له یوې بریا او یوې ماتې وروسته، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو په درېیمه لوبه کې د کوربه مراکش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو په درېیمه لوبه کې نن(سه‌شنبه، د اپرېل ۱۵مه) د کوربه مراکش سره مخامخ کېږي.

دغه سیالۍ به دوستانه وي او د مراکش هېواد په رباط ښار کې ترسره کېږي.

باید وویل شي چې د هېواد فوټسال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې د چین فوټسال ملي لوبډلې ته  ۶-۲ په توپیر ماتې ورکړه.

د فوټسال ملي لوبډلې چین ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ، چې د افغانستان، چین، پرتګال او مراکش په ګډون ترسره کېږي.

په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پرتګال د پیاوړې لوبډلې په وړاندې ۳-۱ ماتې وخوړلې وه.

دا ټورنمنټ د نړیوالو سیالانو په وړاندې د ګډون کوونکو ټیمونو د وړتیاوو د ازموینې لپاره یو فرصت ګڼل کیږي او د افغانستان لپاره په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د فوټسال د دریځ د لوړولو لپاره یو مهم ډګر دی.

دا سیالۍ د مراکش په کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او په نړیوالو سیالیو کې یې د ګډون له لارې ارزښتناکه تجربه ترلاسه کړې ده. په څو اړخیزو ټورنمنټونو کې ګډون لکه په مراکش کې د دې سیالۍ په څیر کولی شي د لوبغاړو تخنیکي پرمختګ او د رسمي اسیایی سیالیو لپاره چمتووالي ته لاره هواره کړي. پرتګال او مراکش په نړیواله کچه د فوټبال پیاوړې لوبډلې ګڼل کیږي، او د دوی سره مخ کېدل به د افغان فوټبال لوبغاړو لپاره یوه لویه ننګونه وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button