د ایران تازه ژمنه؛ د ابونصرفراهي د لویې لارې د رغولو لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کوي

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
ایران ژمنه کړې چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ابونصر فراهی–میل ۷۸ لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کوي. دا مهمه لار د سیمې د اتصال او سوداګرۍ لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
دا اعلان په کابل کې د افغانستان د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني، او د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ترمنځ د کتنې په ترڅ کې وشو.
د ټولګټو وزارت د رسنیو دفتر ویلي چې په دې ناسته کې د زیربنایي همکاریو پر یو لړ پروژو خبرې وشوې، چې پکې د لویې لارې بشپړول، په میلک سیمه کې د دوهم پُل جوړول، د خواف–هرات د رېللارې په اوږدو کې د باري ترانسپورت پراخول، دوه اړخیز او ذ درې اړخیزو هوکړهلیکونو لاسلیکول، او په افغانستان کې د رېللارې په زیربنا کې د ایران پانګونه زیاتول شامل وو.
دغه راز، ایران له لوري د افغان رېللارې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړونې پر پروګرامونو هم بحث وشو.
سفیر بیکدلي تایید کړه چې دغه مالي مرسته له ځایي کتنو وروسته منظور شوې، او دا پروژه به د روان کال تر پای ته رسېدو پورې بشپړه شي.
وزیر ثاني د ایران له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې د میل ۷۸ لویې لارې بشپړېدا د افغان حکومت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه ده.
هغه ټینګار وکړ چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، تر څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خلکو لپاره ترانسپورت اسانه شي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د ژورولو او د ګډو زیربنایي پروژو د پرمختګ ژمنه وکړه.