نړۍ

سویډن کې د خونړیو ډزو کوونکی ونیول شو

د سویډن پولیسو یو تنکی ځوان د اوپسالا په ښار کې د یوې مرګونې پیښې په تړاو نیولی دی.

دغه پېښه د سه‌شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې بریدګر د ښار په مرکز کې یوه سلماني ته ور ننوت او پر درې تنو یې ډزې وکړې.

نوموړی وروسته پر موټرسایکل تېښته وکړه، خو پولیسو د تعقیب وروسته ونیوه.

د چهارشنبې په ورځ پولیسو تأیید کړه چې نیول شوی شکمن کس له ۱۸ کلنۍ کم عمر لري.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمر لري، خو د هغوی هویت لا تر اوسه بشپړ نه دی تثبیت شوی.

سویډني رسنۍ وايي، دا امکان شته چې دا برید د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.

د سویډن حکومت په دې وروستیو کې د ځوانانو د جرمونو د زیاتوالي له امله یو نوی قانون وړاندیز کړی، چې له مخې به یې پولیس کولای شي د ۱۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومان هم شناساهي کړي، څو د بانډونو له خوا د هغوی له استخدام مخنیوی وشي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button