ساینسپوهان د هغه کس د وینې څېړنه کوي چې سلګونو مارانو چیچلی

ساینسپوهان اوس د یوه داسې سړي پر وینې څېړنه کوي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې سلګونه ځله ځان په مختلفو مارانو چیچلی او لا هم ژوندی پاتې دی. د دې څېړنې پایله ښايي مرسته وکړي چې د مار چیچلو د درملنې لپاره یوه ښه لار وموندل شي.
د «اسوشیېټډ پرېس» د راپور له مخې، دا سړی چې نوم یې “تیم فرید” دی، له ډېر وخت راهیسې د خزندګانو او زهري ژویو لېواله دی. هغه پخوا د ساتیرۍ لپاره د لړم او جولا زهر راایستل، او د امریکا په ویسکانسین ایالت کې په خپل کور کې یې لسګونه ماران ساتل.
خو اوس نوموړی د یوه شرکت کارکوونکی دی چې د مارچیچلو د درملنې لپاره د یوې نوې طریقې د موندلو هڅه کوي.
تیم فرید په پیل کې د دې لپاره چې د مار د نیښ او زهرو پر وړاندې د خپل بدن مقاومت زیات کړي ځان ته په کمه اندازه د مار زهر پیچکاري کول، او ورو ورو یې دغه اندازه زیاتوله، څو بدن یې له زهرو سره عادت شي. وروسته به یې مارانو ته اجازه ورکوله چې ویې چیچي.
هغه ویلي: «په پیل کې دا ډېر وېرونکی و، خو هر څومره چې دې کار ته دوام ورکوې، هغومره ورسره بلدېږې او آرام احساسوې.»
هیڅوک، په ځانګړي ډول ډاکټران او متخصصان، د دې کار سپارښتنه نه کوي، خو کارپوهان وایي چې د هغه دا طریقه له بدن سره ظاهراً همغږې ده.
کله چې د بدن دفاعي سیستم د مار په زهرو کې له موجودو زهري موادو سره مخامخ شي، انتيباډي تولیدوي چې زهر بېاغېزې کوي. که زهر لږ وي، مخکې تر دې چې اغېز وکړي، بدن یې په وړاندې عکسالعمل ښيي. او که مخکې له هماغه زهرو سره مخامخ شوی وي، ژرتر ژره عکسالعمل ښيي او زیات زهر هم زغملی شي.
دغه سړي نژدې دوې لسیزې د مار د نېښونو او زهرو د تزریق پر وړاندې مقاومت کړی، او اوس هم یو یخچال له زهره ډک لري. هغه په خپلو ویډیوګانو کې، چې په یوټیوب کې یې خپرې کړي، پر خپل لاس د تورو مامبا، تایپن او د اوبو کوبرا مارانو د چیچلو پړسېدلې نښې ښيي.
دی وایي: «زما هدف دا و چې د زهرو د زغم کچه تر مرګه نژدې حد پورې ورسوم؛ داسې چې په عملي ډول د مرګ تر سرحده ورسېږم، بیا ترې شاتګ وکړم.»
سره له دې، تیم فرید د علمي څېړنو لپاره هم له مرستې انکار نه دی کړی. هغه هر پوه ته چې پیدا یې کړ، ایمیلونه واستول او ورڅخه ویې غوښتل چې د هغه د زهرو پر وړاندې د ده د بدن مقاومت وڅېړي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۱۱۰ زره کسان د مار د چیچلو له امله مري.
د زهرو ضد درملو تولید ډېر لګښت لري او ستونزمن وي، او ډېری وخت د اسانو په شان لویو تیوالو څارویو ته د پیچکاري کولو او بیا د تولید شوي انټي باډي د استخراجولو یا راایستلو له لارې جوړېږي. دا زهرضد معمولاً یوازې د خاصو مارانو پر وړاندې مؤثر وي، او ځینې وختونه د غیرانساني سرچینې له امله بد عکسالعملونه هم لري.
د کولمبیا پوهنتون ساینسپوه پیټر کوانګ، چې د تیم فرید په اړه خبر شو، ویې ویل: «دا ډېر نادر حالت دی. موږ له یوه ډېر ځانګړي انسان سره مخامخ وو چې په ۱۸ کلونو کې یې حیرانوونکي انتيباډیان تولید کړي وو.»
په یوه څېړنه کې چې د جمعې په ورځ د «سل» (Cell) په نوم مجله کې خپره شوې، کوانګ او د هغه ملګرو تشریح کړې چې د فرید په ځانګړې وینه کې یې څه موندلي. هغوی دوه انتيباډي پیژندلي چې د مختلفو مارانو زهر بېاغېزه کولی شي، په دې هیله چې یو وخت داسې درمل جوړ شي چې پراخ مصونیت برابر کړي.
دا څېړنې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي. دا ازمیښتي زهرضد یوازې پر موږکانو ازمایل شوی، او لا هم کلونه وخت پکار دی چې پر انسان وازمویل شي. همداراز، سره له دې چې پر مامبا او کوبرا مؤثر دی، خو پر افعي مارانو لکه زنګي مار اغېز نه لري.
د فرید دا ماجراجويي بېزیانه هم نه ده پاتې شوې. یو ځل سختو چیچلو اړ کړ چې د ګوتې یوه برخه پرې کړي. د کوبرا مار څو خطرناکو چیچنو روغتون ته رسولی دی.
تیم فرید اوس د “سنتیوېکس” په نوم شرکت کارکوونکی دی چې همدې درمل ته پراختیا ورکوي، او خوشاله دی چې ښايي د ده دا ۱۸ کلنه ماجراجويي د انسانانو ژوند وژغوري.
خو د هغه پیغام د هغو کسانو لپاره چې ښايي له ده تقلید وکړي، ډېر روښانه او ساده دی: «دا کار مه کوئ!»