هنر او ادب

په عربي او پښتو ژبو کې د معرفه او نکره نومونو پرتلیزه شننه

اړوند خبرونه:

عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

د پښتو او عربي ژبو د معرفه او نکره نومونو پرتله کول د دې ژبو نحوي ځانګړنو باندې ژوره اغېزه لري؛ ځکه چې نومونه د ژبې د جملو جوړښت او مانا ته ځانګړې مفهوم ورکوي. په دې متن کې پر معرفه او نکره نومونو بحث شوی دی؛ خو د هغوی اساسي توپیرونه د ګرامري جوړښتونو پراساس څېړل شوي دي.

په پښتو ژبه کې معرفه نومونه له هغو نومونو سره تړاو لري چې ځانګړې بڼه لري. دا نومونه هغه وخت معرفه کېږي چې د «دا»، «هغه»، «دغه»… سره یو ځای راڅرګند شي. په بله وینا، معرفه نوم هغه نوم دی چې په یوه معلوم شي/ شخص یا ځای دلالت کوي. لکه؛ «محمد»، «کابل»، یا «ګلاب».

په همدې توګه، نکره هغه نومونه چې په یو نامعلوم شخص/شي یا ځای دلالت کوي. لکه؛ «کتاب»، «سړی»، یا «ښځه»، نکره نومونه ګڼل کېږي. دا ډول نومونه عام وي او په جملو کې د «یو»، «کوم»، «څه» او نورو نکره ضمیرونو سره راځي.

په عربي ژبه کې هم د معرفه او نکره نومونو ترمنځ توپیر د دې ژبې د ګرامري اصولو سره تړاو لري. د معرفه نومونو لپاره په عربي کې، «أل» (ال) د تعریف لپاره کارول کېږي.لکه «الکتاب» (کتاب) یا «الرجل» (سړی). دغه نومونه هغه وخت معرفه ګڼل کېږي کله چې د ځانګړې شي یا شخص پېژندګلوۍ لپاره راشي. په مقابل کې نکره نومونه د «أل» پرته وي او عمومي معنا لري. مثلا؛ «کتاب» یا «رجل» نکره نومونه دي، ځکه چې د هغوی ځانګړې پېژندنه نشته او هر نکره اسم چې د پنځه ګونو معرفه اسماء (ضمير ،اسماء اشاره ،موصول ،عَلَم ، اضافه به معرفه به آل) سره يو ځای شي، معرفه ګرځي. یعنې په ټوله کې ویلی شوچې معرفه نومونه په عربي کې په شپږ ډوله دي: ۱-په ال سره معرفه نومونه ۲- نومځري/ ضمیرونه ۳- علم نومونه ۴- مضافونه ۵- اشاروي نومونه ۶-موصولونه

د دواړو ژبو د نومونو ګډې ځانګړنې: که څه هم پښتو او عربي ژبې د معرفه او نکره نومونو لپاره بېل ګرامري جوړښتونه لري؛ خو دواړه ژبې د نومونو د پېژندلو لپاره ځانګړي اصول هم تعقیبوي. د معرفه  نومونو کارول د یو ځانګړي شي یا شخص پېژندنه اسانه کوي، او د نکره نومونو استعمال د عمومي خبرې لپاره پکارېږي. د دې ژبو قواعد د جملو جوړښت، معنا او د خبرو په څرنګوالي اغېز کوي.

په دې توګه، د پښتو او عربي ژبو د معرفه او نکره نومونو شننه د دې ژبو د نحو د پراخو اصولو یوه برخه ده، چې د ژبنيو اصولو پېژندلو او د جملو جوړښت د صحیح درک لپاره مهمه ده.

آروییونه: معرفه اسم، نکره اسم، نومځری، اشاره، موصولونه، علم (ځانګړی نوم)، نداء، سیاق.

سریزه

په هره ژبه کې نومونه د کلام، خبرو اترو او جملو بنسټیز عناصر بلل کېږي.

نومونه هغه کلمې دي چې د انسان، ځای، شي یا مفکورې نوم ښيي. په پښتو ژبه کې، لکه څنګه چې په عربي ژبه کې هم شته، اسمونه د پېژندګلوۍ له مخې په دوه مهمو برخو وېشل کېږي.(معرفه او نکره)

معرفه اسم هغه دی چې یو مشخص، معلوم او پېژندل شوي شخص یا شي ته اشاره کوي.

دا اسمونه یا خو د یوې ځانګړې نښې له لارې پېژندل کېږي، لکه «دغه»، «زما»، «هغه»، یا دا چې په خپله د ځانګړو نومونو (لکه محمد، پېښور، کابل…) بڼې لري.

برعکس؛ نکره اسم هغه دی چې په نامعلوم، عام او ناپېژندل شوي شي یا شخص دلالت کوي.

 

په عربي ژبه کې دا توپیرونه هم خورا مهم دي او معرفه اسمونه شپږ ډولونه لري. لکه؛ ضمیر، اسم اشاره، اسم موصول، او نور… د پښتو ژبې لپاره د عربي ژبې دا وېش نه یوازې د نحو په زده کړه کې ګټور دی او د دواړو ژبو ترمنځ پرتليزې شننې ته لاره هواروي.

په دې  مقاله کې مې لومړی په عربي او پښتو ژبو کې د معرفه او نکره نومونو نښې راوړې، ورپسې مې د یادو ژبو ترمنځ د هغوی ترمنځ ورته‌والی او توپیرونه په مقایسوي ډول څېړلې دي.

معرفه او نکره نوم

مخکې له دې چې د معرفه او نکره نومونو تعریفونو ته تم شو، لومړی را ځو لاندې څو مثالونو ته:

« رَأیتُ طالبا.ً یو زده‌کوونکی مې ولید. رَأیتُ الطالب.َ زده‌کوونکی مې ولید.

کتاب مې د میز پر سر کېښود.

کتاب د مېز پر سر قرار لري.

د کتاب د نوم په باره کې څه توپیر وینئ؟

که موږ پورتنیو جملو ته ژوره پاملرنه وکړو، لومړی کتاب موږ/ آورېدونکي/مخاطب ته آشنا دی او هر څوک پوهېږي چې له دغه کتاب څخه کوم یو یې هدف دی. یا څه ډول کتاب دی.

اما که موږ دویمې جملې ته متوجې شو، نه پوهېږو چې کتاب څخه هدف کوم کتاب دی؟ یوازې دومره پوهېږو چې د مېز پر سر یو کتاب شته؛ مګر موږ نه پوهېږو چې د مېز پرسر کوم کتاب قرار لري؛ نو دلته موږ ویلی شو چې په لومړۍ جمله کې د کتاب نوم یو شناخته نوم دی چې معرفه نوم ورته ویلی شو؛ مګر په دویمه جمله کې د کتاب نوم په بشپړه  توګه یو ناپېژندل شوی نوم دی، چې نکره نوم ورته وایو. یعنې په لومړۍ جمله کې کتاب معرفه او په دویمه جمله کې نکره دی.

معرفه نوم: په یو معلوم شخص یا شي دلالت کوي.

نکره نوم: په یو نامعلوم شي یا شخص دلالت کوي.

په پښتو ژبه کې معرفه او نکره نومونه ځانګړې نښې نه لري؛ مګر په عربي ژبه کې معرفه او نکره نومونه ځانګړې نښې لري او په ډېر ساده ډول یو له بل سره توپیرېږي.

(فضلي، ۱۳۸۷:۲۳)

په عربي ژبه کې معرفه نومونه په ۶ ډوله دي

۱-په ال سره معرفه نومونه: ټول هغه نومونه چې په سر کې یې  ال راځي او دېته حرف تعریف/ د پېژندلو توری هم ویل کېږي؛ دا ځکه چې دغه د پېژندلو توری د نکره نومونو په پیل کې راځي او هغه معرفه کوي. لکه؛ الْکِتاب، اِشْتَرَيْتُ كتاباً، ثُمَّ بِعْتُ الْكِتَابَ ( کتاب مې واخيست بيا مې همغه کتاب خرڅ کړ ). اَلر َجُل، اَلْإمرَأَة، اَلْجَبَل، اَلْمَدرَسَة، راءیت الکتاب/ هغه کتاب مې ولید. (معرفه)

راءیت کتابا /کتاب مې ولید.(نکره) که نوم په آخر کې تنوین «ـــَــِــٌــــ» ولري ، نکره دی ؛ مثال: کِتابا،ً رجُل،ٌ إمرَأَة،ٍ جَبَل،ٌ مَدرَسَةٌ )مَدرَسَة،ً مَدرَسَةٍ(، …

د معرفه او نکره نومونه ترمنځ نور توپيرونه په جملو کې: »اَل« رَأیتُ طالبا.ً یو زده‌کوونکی مې ولید. رَأیتُ الطالب.َ زده‌کوونکی مې ولید. وَجَدْتُ قَلَما.ً قلم مې پیدا کړ. وَجَدْتُ الْقَلَم.َ هغه قلم مې پیدا کړ. قَرَأتُ کِتابا.ً کتاب مې ولوست. ← قَرَأتُ الکِتاب.َ هغه کتاب مې ولوست.

په پورته جملو کې موږ له ال څخه پوهېږو چې لومړۍ جمله معرفه او دویمه چې ال نشته پکې نکره ده.

پښتو کې: له دغه، هغه، زما…سره اسمونه او یا د جملې له داخلي اوب/ سیاق څخه پوهېږو چې نوم معرفه دی که نکره. بېلګه؛ دغه کتاب، کتاب مې….

(رسول زاده،۱۳۹۲:۱۲۳)

ممکن یو بل سوال ستاسو په ذهن کې پیدا شي، چې په عربي ژبه کې د نکره نوم ستره نښه کومه ده؟ ځواب یې دادی چې د تنوین اخیستل؛ یعنې هر نوم چې تنوین قبلوي خپله نکره نوم دی.

شاید دلته یوه بله پوښتنه هم مطرح شي، آیا هر نوم چې تنوین قبلوي ، حتمي نکره دی؟

د دې ځواب دا دی چې نه خیر؛ ممکن ځینې ځانګړي/ علم نومونه که تنوین واخلي، بیا هم معرفه دي.

۲- نومځري/ ضمیرونه: ټول منفصیل، متصل، فاعلي او مفعولي ضمیرونه د معرفه نومونو په ډله کې راځي؛ دا ځکه چې موږ هر وخت د ضمیر څخه استفاده کوو، نو مخکې له مخکې د یو شي یا شخص څخه معلومات لرو، بیا یې کاروو. ځکه ټول ضمیرونه معرفه دي.

لکه؛ هو عالم ، انت تلمیذة. په دې جملو کې هو او انت معرفه په ضمیر دي؛ ځکه هر یو ځانګړي معلوم شخص ته اشاره کوي.

پښتو کې: نومځري  لکه؛ زه، ته، دی، هغه، موږ، تاسې، دوی… ټول معرفه په نومځري دي.

(زیار،۱۳۸۴:۳۴)

۳- علم نومونه: ټول ځانګړي نومونه علم دي او معرفه اسمونه بلل کېږي. لکه؛ مکه، یوسف، فاطمه، کابل…چې دا ټول علم نومونه او په ځانګړي اشخاصو اوځایونو دلالت کوي؛ نو هر ځای مو چې علم نوم ولید، باید پوه شئ چې همدغه معرفه اسمونه دي.

پښتو کې: ځانګړي نومونه؛ احمد، پېښور… علم/ ځانګړي نومونه دي چې معرفه اسمونه ورته وایو.

۴- موصولونه/ وصل کوونکي وییونه/ پیوندونه: په عربي ژبې کې مو چې هر ځای موصول ولید، نو باید پوه شئ چې معرفه نوم دی او معرفه په موصول بلل کېږي.

اسم موصول: هغه نوم دی چې د هغه معنا د راتلونکي جملې په وسيله بشپړېږي، چې د اسم موصول څخه وروسته جملې ته صله وايي.

لکه :هُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمَـوَاتِ وَالاْرْضَ (هغه خو هغه ذات دی چې ځمکې او آسمانونه يې پيدا کړي دي.)

الَّذِى موصول او د خَلَقَ السَّمـوَاتِ وَالاْرضَ جمله صله ده چې د الَّذِى په وسيله د دغې جملې معنا پوره کېږي .

موصول نومونه په دوه ډوله دي: ځانګړي او مشترک.

ځانګړي موصول : چې د مفرد ، مثنی ، جمع ، مذکر او مؤنث د پاره خاص الفاظ لري چې عبارت دي له :

۱- مفرد : اَلَّذِي

۲- مذكر مثنى: اَللَّذَانِ، اَللَّذَيْنِ

۳- جمع: اَلَّذِينَ

۴- مفردمؤنث: اَلَّتِي

۵- مثنى مؤنث: اَللَّتَانِ، اَللَّتَيْنِ

۶جمع مؤنث: اَللاَّتِي، اَللَّوَاتِي

(عباسي،۱۳۹۱: ۵۵)

ګډ/ یامشترک موصول: د مفرد ، مثنی ، جمع ، مذکر او مؤنث لپاره مشترک لفظ لري چې عبارت دی له:

مَنْ (څوک) ،) مَا( (څه شی) .

ما :۱- ما نفی: چې د ماضي فعلونو پیل کې راځي. ۲- ما استفهام، ۳- ما موصول ۴- ما شرط)

من: ۱- من استفهام ۲- من موصول ۳- من اسم شرط) یعنې هر ځای چې من او ما ووینو، نو الزاما موصول نوم نه دی؛ بلکې له دقت څخه باید کار واخلو چې کوم نوعه من/ما دی.

په پښتو کې موصولونه: څوک، چې، کوم… معرفه په پیوند توکو دي.

۵- اشاروي نومونه: دا نومونه د یو شخص یا شي لپاره د اشارې پکار وړل کېږي. د اشاروي نومونو د معرفه کېدو لوی دلیل دادی، چې کله موږ یوشي/شخص ته اشاره کوو؛ نو خود بخود هغه شی راپېژندل کېږي او مشخص کېږي.

لکه؛ هذا، هذان، هذین، هولاء، ذلک، اولئک…. هذه، هاتان، هولاء، تلک، اولئک….

اشاري نومځري  په پښتو کې: دا، دی، هغه، دغه، همدغه… ټول معرفه په اشاروي نومځرو سره دي. (تابان فر:۴۱)

۶- مضافونه: دا هغه کلمې دي چې مضاف واقع کېږي او دغه کلمې هېڅکله ال او تنوین نه قبلوي ځکه دا په خپل ذات کې معرفه شوې دي او دې قاعدې ته اړتیا نه لري چې تنوین یا ال واخلي.

لکه؛ رسول الله، اصحاب نبی، کتاب علی، د (اضافت توری) پیغمبر(مضاف الیه) یاران (مضاف)، د کندهار انار، د ښوونکي مېز، ستاسو خبره،ستا دوست/ صدیقک،. په لنډ ډول وایو چې ټول مضافونه معرفه په مضاف سره دي.

د اضافي ترکیب له توصیفي هغو سره توپیر دا دی چې په توصیفي ترکیب کې صفت+ موصوف (یو صفت او ورپسې نوم) راځي. لکه؛ ښه سړی… او په اصافي ترکیب کې بیا دواړه نومونه راځي. لکه، د احمد قلم….په پښتو کې بیا ندا نښه هم د معرفه لپاره راځي. لکه؛اې احمده! اې زویه!…

یادونه: یو نوم نه شي کولی چې په یوه وخت هم معرفه وي او هم نکره.

(رښتین، ۱۳۸۷،۲۷)

پایله

د معرفه او نکره نومونو موضوع نه یوازې د ژبپوهنې یو بنسټیز مفهوم دی، بلکې د جملو جوړښت، دقیق بیان او ژبنۍ پوهې په برخه کې اساسي اهمیت لري.

لکه څرنګه چې موږ ولیدل، معرفه اسمونه هغه دي چې په یو معلوم او پېژندل شوي شي یا کس دلالت کوي او نکره اسمونه برعکس، نامعلوم او عمومي شي/ شخص ته اشاره کوي.

د عربي ژبې معرفه اسمونه په ۶ ځانګړو کټګوریو وېشل شوي دي. لکه؛ په ال سره معرفه نومونه، ضمیرونه، اسم اشاره، اسم موصول، علم او مضافونه، چې په پښتو ژبه کې هم ورته مفاهیم شته، خو د څرګندېدو طریقه یې بېله ده.

دغه شننه او پرتله چې پورته ورته اشاره شوې ده، موږ ته دا ښيي چې ژبې که څه هم بېلې دي، خو د معنا د څرګندولو لپاره ترمنځ خورا ډېر ورته او مشترک اصول موجود دي.

د دې موضوع زده کړه نه یوازې د عربي نحو په درک کې مرسته کوي، بلکې د پښتو ژبې سره د دې پرتلې له لارې زموږ د ژبنیو مهارتونو د غښتلتیا یوه مهمه وسیله هم ده.

اخځلیکونه

۱-تابان فر، محمدعلي، المعرفه و المنکره، قواعد درس سوم عربی مقاله.

۲- خویشکی، محمد صابر ،(۱۳۸۰لمریز)، پښتو غږ پوهنه او وييپوهنه، افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني.

۳- رښتین، صدیق الله، (۱۳۸۲ لمریز)، پښتو ګرامر (ژب ښودنه)، الازهر خپرندویه ټولنه، پیښور.

۴- رسول زاده، عبدالعلي.۱۳۹۲، پښتو ژبه او ګرام، سویډن

۵- زیار ، مجاور احمد، (۱۳۸۴ لمریز)، پښتو پښویه ، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور.

۶- عباسي، طیبه. (۱۳۹۱)، اسم معرفه و نکره در زبان عربی، ناشر آموزش ارشد، تهران.

۷- فضلي، عبدالبشیر. (۱۳۸۷)، د عربي ژبې قواعد، پوهنې وزارت، کابل

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button