سیمه‌ییز

ملګري ملتونه: خوست کې د ځنګلونو له منځه تلل د اندېښنې وړ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت د خوست ځنګلونو په له منځه تلو او له امله یې د ځمکې زیانمنېدو پر خطر اندېښنه ښودلې ده.

د قومي تړونونو سره سره اندېښنه ښودل شوې چې د خوست ځنګلونه د خلکو معیشت لپاره په ناقانونه او خپلسري ډول وهل کېږي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، اوسمهال هېواد کې څه د پاسه شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنګلي ساحه پاتې چې هغه هم د قاچاق او طبیعي آفتونو له ګواښ سره مخ ده.

د خوړو او کرنې سازمان وايي، د خوست ځايي معیشتونو د ښه کولو او پر ځنګلونو یې د فشار کمولو لپاره پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه د بادامو، شفتالو، آلوبالو او نارنجو نږدې ۴۸ زره نیالګي کرلي دي.

راپور زیاته کړې چې د ځنګلونو د بیا ژوندي کولو په موخه پر ۲ زره او ۱۱۱ هکټاره ځمکه د جلغوزیو او غوزانو ۲۶۰ زره نیالګي هم کرل شوي دي.

کرنیز پوهان وایي، ځنګلونه نه یوازې د هېواد فزیکي ښکلا ده بلکې د وګړو او ژویو روغتیا ورسره تړلې ده چې که پام ورته ونه شي، هېواد د صحرا کېدو لوري ته تللی شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button