د اسرائیلو بریدونو کې د ایران د نورو جنرالانو وژل کېدل

اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د هغو جګپوړو قوماندانانو نومونه خپاره کړي چې د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د سپاه د هوافضا ځواک له قوماندان امیرعلي حاجيزاده سره یو ځای وژل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه (جون ۱۵مه) خپره شوې، ویل شوي چې دا کسان د هغه برید پر مهال له حاجيزاده سره وو، کوم چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر یوې تر ځمکېلاندې اډې ترسره شو.
د جمعې په ورځ، یوه اسراییلي امنیتي مقام ویلي و چې په یوه تاکتیکي برید کې یې د حاجيزاده، په شمول یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي، په نښه کړي. وروسته، د اسراییل ۱۲ نمبر کانال راپور ورکړ چې دغو قوماندانانو د ایران له خاورې د اسرائیل پر ضد د احتمالي برید د چمتووالي لپاره غونډه کړې وه، چې د اسرائیل جنګي الوتکو د هغوی پټ مرکز وپېژاند او ویې ویشت.
په دې برید کې، د راپورونو له مخې، دا جګپوړي چارواکي وژل شوي دي:
امیرعلی حاجيزاده: د سپاه د هوافضا ځواک قوماندان
محمدباقر طاهرپور: د بېپیلوټه الوتکو د قطعې مشر
داوود شیخیان: د هوايي دفاع قوماندان
د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۴مه، د ایران رسنیو د هغو اته جګپوړو پوځي چارواکو نومونه خپاره کړل چې په دې برید کې وژل شوي:
محمدحسین باقري: د ایران د ټولو قواوو لوی درستیز
حسین سلامي: د سپاه پاسداران عمومي قوماندان
غلامعلي رشید: د خاتمالانبیا قول اردو مشر
امیرعلي حاجيزاده: د هوافضا ځواک مشر
مهدی رباني: د عملیاتو مرستیال، درستیزوال
غلامرضا محرابي: د استخباراتو مرستیال، درستیزوال
داوود شیخیان: د هوايي دفاع مشر
مسعود شانهيي: د سپاه د عمومي قوماندان دفتر مشر
د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، سپاه د نورو شپږو هغو پوځیانو نومونه هم اعلان کړل چې د حاجيزاده له ډلې سره وو او تر دې وړاندې یې نومونه نه وو افشا شوي:
محمود باقري
محمدباقر طاهرپور
منصور صفرپور
مسعود طیب
خسرو حسني
جواد جرسرا
د سپاه عامه اړیکو دا نومونه د هغو له وژل کېدو درې ورځې وروسته خپاره کړي دي.