سیمه‌ییز

د ایران – اسرائیل جګړه؛ ایران پر اسرائیلو د «سجیل» په نوم توغندی وکاروه

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد د عملیاتو په دولسمه څپه کې یې دا ځل پر اسراییلو د «سجیل» په نوم د ۲۰۰۰ کیلو مټره واټن‌ ویشتونکي توغندي کارولي دي.

د راپورونو له مخې چې دا توغندي د سپاه پاسداران له لوري توغول شوي او د اسراییلو د هوايي دفاع سیستم یې له منځه وړی دی.

په ورته وخت کې د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ویل شوي د اسراییل د هوایي دفاع سیسټم په له منځه‌ وړلو سره یې او اوس د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرمخ د اسراییل اسمان پرانیستی دی.

ایراني رسنیو همداراز لیکلي چې د سجیل په نوم توغندي په هوا کې په ځانګړي شکل خپرېږي، او په خورا چټکۍ اهداف په نښه کولای شي.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو د دغو توغندیو له عکسونو او ویډیوګانو ښکاري چې تر توغول کېدو وروسته یې په هوا کې بڼه بدله شوې او په خورا لوړ سرعت خپل هدف ته رسېږي.

د ویلو ده چې دا مهال د ایران او اسراییل کړکېچ اوج ته رسېدلی او سیمې ته د دې جګړې د پراخېدو وېره راپيدا شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button