د ایران او اسرائیلو جګړه؛ د افغانستان پر بازارونو یې ژور اغېز

اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانې پوځي نښتې، چې د منځني ختیځ امنیت او اقتصاد ته یو لوی ګواښ ګڼل کېږي، د افغانستان پر بازارونو هم ژور منفي اغېز کړی. هغه هېواد چې له ایران سره کلنۍ شاوخوا ۳ میلیارده ډالره سوداګري لري، اوس د خوراکي توکو، سونتوکو او ساختماني موادو د بیو د لوړوالي له یوې تازه څپې سره مخ دی.
د اقتصادي تړاو لنډیز:

افغانستان له ایران سره ژور اقتصادي تړاو لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو جوړوي. له دې هېواد افغانستان ته په پراخه پیمانه خوراکي توکي، ساختماني مواد، تېل، ډیزل، مایع ګاز او د فابریکو لپاره خام مواد واردېږي. د افغانستان په صنعتي برخو کې، په ځانګړي ډول کابل، هرات، ننګرهار او بلخ کې فعالې فابریکې تر ډېره د ایران له وارداتو تغذیه کېږي، چې د روان وضعیت له امله یې د موادو ترلاسه کول له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
د فابریکو ستونزې:
د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانې شخړې د افغانستان پر فابریکو هم مستقیم اغېز کړی دی. د موادو د وارداتو د ځنډ له امله، ډېری تولیدي شرکتونه نه یوازې له مالي زیان سره مخ دي، بلکې د تولید کچه یې هم راټیټه شوې ده. ځینې فابریکې، د خامو موادو د نشتون له کبله اړ شوې دي چې خپل فعالیتونه یا موقتا بند کړي، یا یې محدود کړي. ترانزیتي خنډونه او د ترانسپورټ لګښتونه د وارداتو عمومي قیمت لوړ کړی، چې دا فشار بلاخره پر مصرفوونکو بار شوی دی.

د بیو لوړوالی:
د وارداتو د لګښتونو له لوړېدو سره، د افغانستان په بازارونو کې د بنسټیزو توکو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي. د ډیزل، مایع ګاز، خوراکي توکي، وریجو او ساختماني توکو په ګډون، د وارداتي موادو پر نږدې ټولو برخو کې د قیمتونو زیاتوالی راغلی دی. د بېلګې په توګه، د یو لیتر ډیزل قیمت له ۵۸ افغانیو څخه ۷۲ افغانیو ته لوړ شوی، او د روب دوه کیلو ګرامه قیمت له ۱۲۰ افغانیو څخه ۱۶۰ افغانیو ته رسېدلی، چې دا د بازار بېثباتۍ یوه څرګنده نښه ده.
د ترانزیتي لارو اندېښنې:
د چابهار او بندرعباس بندرونه، چې د افغانستان لپاره د ایران تر ټولو مهمې وارداتي لارې دي، د جګړې له امله د امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي. د دغو بندرونو له لارې واردات اوس نه یوازې ورو شوي، بلکې د ترانسپورټ مصارف هم زیات شوي، چې دا وضعیت د موادو پر بیه مستقیم اغېز لري. د سوداګرو په وینا، د موجود وضعیت دوام به د بازار نظم لا ډېر ګډوډ کړي.
د ایران او اسرائیلو روانه شخړه چې د سیمې د ستراتېژیکو بندرونو او ترانزیتي لارو امنیت تر سوال لاندې راوستی، د افغانستان اقتصاد ته هم ناوړه اغېز رسولی دی. واکمن طالبان باید د سوداګرو سره همغږي پراخه کړي، بدیلې تجارتي لارې فعالې کړي، او د بازار د ثبات لپاره عاجله ستراتېژي ترتیب کړي.